د لاس رسي وړ اتصالات

په مزارشریف کې د نوروز ورځ


په مزارشریف کې د نوروز ورځ

په مزارشریف کې د نوروز ورځ

دا د افغانستان دولت د لومړی مرستیال فرمان وو چی په هغی سره د بلخ په ولایت کی د نوروز یا د ۱۳۹۰ کال د لومړی ورځي د لمانځلو په ویاړ د اسلام د څلورم خلیفه حضرت علی د مرقد خواته جڼډه پورته شوه

د افغانستان دولت لومړی مرستیال په مزارشریف کې د جنډې د پورته کولو د مراسمو پر مهال زرګونو کسانو ته خبرې کولې او د افغانستان د خلکو لپاره مهم پیغامونه هم درلودل:

(سږ کال موږ ستر کارونه تر مخ لرو چی یو د انتقال یو هم سوله ده چی دواړه د مونږ لپاره سره رابطه لری دا چی د افغانستان جمهور ریس به سبا ته ووایی چې د کوم ځای امنیت افغان امنیتي قوتونو ته سپارل کیږي او تر دوه زره او څوارلسمه به دوره دوام و مومی چی په ډیری سرلوړی سره به مونږ د امنیت چارې په غاړه اخلو او باید هڅه وکړو چې له دې لوی آزمون نه بریالی ووځو.)

کریم خلیلی د دولت په مخالفینو غږ وکړ چی دوی د د دولت سره یو ځی شی او د مخافت د د دولت سره پریږدی همدا دا شان ووی ویل چی د سولی شورا یو ښه بنسټ ده چی د دولت له مخالفینو سره د د هغی لاری خبری وشی ده زیاته کړه چی خبری اتری پدی معنی ندی چی دوی دتیرو اته کلونو لاسته راوړنو ته شا کړی ځکه د سولی نه غلط تعبیر شوی او اندیښنی رامنځ ته شوی دی ده په خلکو غږ وکړ جچی په وی فصل کی د افغانستان دولت لاسته راوړنی لریلی دی چی نه یی غواړی له لاسه یی ورکړی او غواړی اساسی قانون حفظ شی

د بلخ ولایت والی عطامحمد نور هم وویل چی د نړیوالی ټولنې غواړی ترڅو د افغانستان دولت نظامی وقواوو د تجهیز لپاره د نړیواله ټولنه لا ډیری مرستې وکړي.

ده وویل چی که امریکا غواړی په افغانستان کی نظامی اوږد مهاله مرکزونه جوړ کړي نو باید دا کار په قانونی توګه وشي او ولسي جرګه او ولس دې وپوښتل شي.

د نوروز جنډه سره سره له هغو اندیښنو چی د امنیت په اړه وې د امن او سولې په فضا کې اوچته شوه.

XS
SM
MD
LG