د لاس رسي وړ اتصالات

د مکالمو د څار پروګرام- د ګانګرس د غړو بیلابیل دریځونه


د امریکا د ملي امنیت د ادارې ودانۍ

د امریکا د ملي امنیت د ادارې ودانۍ

دا اونۍ د امریکا د کانګرس پر غړو باندې زیات فشار دی چې د امریکا د ملي امنیت د ادارې پر هغه پالیسۍ باندې رای ګیري وکړي چې آیا کولای شي چې دغه اداره د ټلیفونو د مکالمو په هکله معلومات غونډ کړي او که نه. د کانګرس غړي به یا دغه پالیسي تمدیدوي او یا به اصلاحات په کښي راولي.

د ملي امنیت د ادارې د څار پروګرام د روانې میاشتې په پای کې ختمیږي. د امریکا د فیډرالي حکومت د استناف محکمې د ملي امنیت د ادارې له خوا د معلوماتو د راټولو پروګرام غیرقانوني وګڼی خو د پروګرام د لغوه کولو امر یې لا نه دی ورکړی.

حتی د تیرې اونۍ د محکمې د پریکړې مخکي، د امریکا د کانګرس ځینو غړو د امریکا د ملي امنیت د ادارې د څار په پروګرام کې د اصلاحاتو غوښتنه کوله.

د سنا د قضایه چارو د کمېټې لوړ پوړي سناتور پتریک لیهې داسې وویل "زه په دې باور یم چې مونږ باید خپل ملي امنیت خوندي کړو خو مونږ باید خپلې مدني آزادۍ هم وساتو چې دغه آزادۍ مونږ د یوه هېواد په توګه بې نظیره معرفي کوي."

د امریکا د ملي امنیت د ادارې د څار پروګرام ددغې ادارې د پخواني قراردادي او فراري ایډوارډ سنوډن له خوا افشا شو. دې خبر، یوه غوغا رامنځ ته کړه کله چې امریکایان په دې خبر شول چې د دوي مکالمې د یوې امریکايي امنیتي ادارې له خوا څارل کېږي.

تیرکال ولسمشر اوباما ژمنه وکړه چې په دې برخه کې به تغییرات به راولي او یو نوی روش به پیلوي "د امریکا متحده ایالات پر عادي خلګو باندې چې زمونږ ملي امنیت ته ګواښ نه پېښوي جاسوسي نه کوي او مونږ د خپلو پالیسو او طرزالعملونو په جوړولو کې د خلګو د خصوصیاتو په هکله اندېښنو ته پام کوو".

د ملي امنیت د ادارې د څار پروګرام د رپوټونو له مخې د ټلیفونو معلومات راټولوي او ساتي یې خو د ټلیفونو محتویات نه ساتل کېږي. د محکمې د پریکړې وروسته څو جمهوري غوښتونکو د سنا په مجلس کې د ملي امنیت د ادارې د پروګرام ملاتړ وکړ. یو له دغو جمهوري غوښتونکو له جملې څخه د سنا د اکثریت مشر سناتور میچ میکانل و.

هغه وویل "د ملي امنیت اداره کولای سي چې په بهر کې د ترهګرو ارتباطات وڅاري او پیدا یې کړي او بیا یې په امریکا کې د ممکنه ترهګرو سره وصل کړي. ددې پروګرام مخالفین یا غواړي چې د دې پروګرام څخه تیر سي او یا غواړي چې د دې کار ترسره کول ډیر ګران کړي".

"دا پروګرام به ختم نشي"

د امریکا د سنا د استخباراتو د کمېټې رئیس ریچارډ بور وايي چې د دې پروګرام ختمول د تصور وړ خبره نه ده "مونږ به امریکا خوندي وساتو. مونږ به بیرته یوه داسې حالت ته ستانه نشو چې د سپتمبر د یوولسمې نېټې په شان برید ته آسیب پذیره شو".

خو د سناتور رانډ پال په شان نور بیا د ملي امنیت پروګرام د خلګو خصوصیاتو ته یو ګواښ ګڼي.

ښاغلی پال وايي "زه وایم چې د هغو اتباعو د ټلفون سره د دوي هیڅ کار نسته چې د قانون احترام لري".

ولسمشر اوباما وویل چې دا چې پر دې مسلې باندې بحث کېږي، دا ښيي چې امریکا شفافیت ته تعهد لري "هیڅوک د چین څخه دا تمه نلري چې د خپل څار د پروګرامونو په هکله داسې بحثونه وکړي نه یې د روسیې څخه لري چې د خپلو اتباعو د خصوصیاتو اندېښنې په پام کې ونیسي خو په یاد مو اوسه چې مونږ ته نړۍ په بله سترګه ګوري ځکه مونږ د انسان د شان و شوکت او د خصوصياتو د حفاظت په برخه کې په نړۍ کې سترمدافعین یوو".

زیات شمیر دا تمه لري چې د امریکا ستره محکمه به بالاخره دا پریکړه وکړي چې د ملي امنیت د څار پروګرام د اساسي قانون په چوکاټ کې دی او که نه خو په عین وخت کې کانګرس ښايي دغه پروګرام یا تمدید یا هم اصلاح کړي. د امریکا د کانګرس د دواړو ګوندونو غړي وايي چې د ملي امنیت او مدني آزادیوو مسایل دواړه ډیر ارزښت لري.

XS
SM
MD
LG