د لاس رسي وړ اتصالات

سپینې ماڼۍ د امریکا د څار په اړه نوی رپوټ خپور کړی


سپینې ماڼۍ د هغه خپلواک کمیسون ریپوټ خپور کړی دی چې د امریکا د استخباراتي ادارو د کړنو د مرور دپاره دایر شوی و. دغه کمیسون یو لړ وړاندیزونه کړي دي چې د امریکا د ملي امنیت د ادارې د پاره به لارښود وي او دغه اداره به یې پر اساس عمل کوي. د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دغه کمیسون د غړو سره د چارشنبې په ورځ وکتل ترڅو د هغوي له خوا پر ۴۶ وړاندیزونو باندي بحث وکړي.

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې پر هغو لارو چارو باندي غور کوي چې څنګه د امریکا متحده ایالات وشي کړای چې هم د امریکا امنیت تامین کړي او هم مدني آزادۍ او د خلګو په شخصي ژوندانه کې غیر ضروري دخالت ونکړي.

ددغه هدف د ترلاسه کولو دپاره یو خپلواک کمیسون دایر شوی دی چې پردې غور وکړي چې څنګه مدني آزادۍ تامیندای شي. همدغه راز یادشوي کمیسون د هغو کسانو د شخصیاتو د حفاظت غوښتنه هم کړې چې د امریکا اتباع نه دي.

د امریکايي پوهنتون د حقوقو د چارو پروفیسور سټیفن ولدک وايي چې دا مهمه ده چې مطرح سي ځکه اوس مهال امریکايي اتباع لا د امریکا د باندي د اساسي قانون حقوق نه ترلاسه کوي. هغه داسي وايي: ،،زه فکر کوم چې د امریکا دباندي د اشخاصو دپاره اساسي سوالونه دا دي چې څنګه کیدای شي هغه لارې چارې لا ښه کړل شي چې په لړ کې یې د څار د هغو پروګرامونه مخه ونیول شي او محدودیتونه پر وضع شي چې د اساسي قانون خلاف دي. دغه راز پر هغو لارو چارو هم غور وشي څنګه کانګرس کولای شي داسي مقرارت وضع کړي چې د امریکا د ملي امنیت اداره یواځي وشي کړای چې د ضرورت په وخت کې معلومات راټول کړي نه دا چي د ټولو په هکله معلومات راټول کړي.،،

د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني وویل چې ولسمشر اوباما به د یادشوي ۳۰۰ پاڼۍ ریپوټ په هکله کوم سمدستي پریکړه ونکړي. هغه داسي وویل،، هغه به سمدستي قضاوت ونکړي. هغه به دغه ریپوټ مطالعه کړي او ارزیابي به یې کړي. په مجموع کې دغه مرور او ارزیابي به د جنورۍ تر میاشتې پوري بشپړه نشي. د هغه نه وروسته به ولسمشر د موضوع او د عواقب په هکله به یې نور څرګندونې وکړي.

د ارزیابۍ یادشوي کمیسون د ملي امنیت د مشر تر نظارت لاندي خپل کار بشپړ کړی دی او د ملي امنیت د ادارې کړنې یې ارزیابي کړي دي. دغه کمیسون وروسته له هغه نه په کار پیل وکړه چې د ملي امنیت د ادارې پخواني قراردادي ایډوارډ سنوډن ادعا وکړه چې یادشوې اداره د خلګو شخصي ټلفونونه اوري.

کارني: مونږ به د خپل ملي امنیت د مسلې څخه تیر نشو

د سپینې ماڼۍ ویاند دا تایید کړه چې د سنوډن د خوا افشا شویو معلوماتو خپل تاثیرات درلودلل ددغه کمسیون په رامنځ ته کېدو کې خو دا یې هم وویل چې ولسمشر د امریکا د څار د پروګرامونه د ارزیابۍ په موخه د یادشوي مرور امر صادر کړ. ،،دغه تغییرات به مهم وي سره له دې چې مونږ دا واضیح کړې ده چې د ملي امنیت د ادارې او نور امنیتي ادارو کار ددې هېواد او زمونږ د متحدینو دامنیت دپاره خورا مهم دی او مونږ به د امریکا د ملي امنیت اړوند مسایلو څخه تیر نشو.،،

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د اګست په میاشت کې په خپلې یوې وینا کې د څار د پروګرامونه څخه دفاع وکړه. ولسمشر اوباما وروسته له هغه نه دا کار وکړ چې د ملي امنیت د ادارې پخواني قراردادي ایډوارد سنوډن ددې ادارې اسناد افشا کړل. ولسمشر اوباما داسي وویل ،، زه غواړم دا یوځل بیا واضیح کړم چې امریکا په دې کې هیڅ علاقه نلري چې پر عادي خلګو باندي جاسوسي او څار وکړي. زمونږ استخبارات تر ټولو د مخه د دې سره علاقه لري چې داسي معلومات ترلاسه کړي ترڅو خلګ وژغوري او زمونږ متحدین وژغوري.،،

خو ولسمشر اوباما هوډ وکړ چې د څار په پروګرامونه کې به لازیات شفافیت وي.
د امریکا د ملي امنیت پخوانی قراردادي سنوډن اوس مهال په روسیې کې دی. پر هغه باندي د امریکا حکومت د جاسوسۍ تورونه لګولي دي. خو د سنوډن ځیني پلویان بیا د هغه د اقدام پلوي کوي ځکه هغه د امنیتي کړنو په هکله ډیر بحثونه راوپارول.
XS
SM
MD
LG