د لاس رسي وړ اتصالات

د اتومي موادو قاچاقبران نیول شوي


داسې ګمان کیږي چې د بدمعاشانو دغو ځینو ډلو د له روسیې سره نژدې اړیکي درلودل.
داسې ګمان کیږي چې د بدمعاشانو دغو ځینو ډلو د له روسیې سره نژدې اړیکي درلودل.

په ختیځې اروپا کې چارواکي چې د امریکا د فدرالي تحقیقاتو د ادارې سره ګډ کار کوي وایي، په تېرو پنځو کلونو کې څلور ځله د یو شمېر هغو جنایي ډلو مخه نیولې ده چې، غوښتل یې په منځني ختیځ کې په سخت دریزه ډلو کیماوي مواد خرڅ کړي.

داسې ګمان کیږي چې د بدمعاشانو دغو ځینو ډلو د له روسیې سره نژدې اړیکي درلودل.

د همدې روان کال د فبرورۍ په میاشت کې چارواکو یو قاچاقبر ونیوه چې غوښتل یې د سیزیم په نامه د کیماوي موادو یوه لویه ذخیره خرڅه کړي.

په راپور کې ویل شوي دي چې دغه قاچاقبر غوښتل دا مواد یوازې د اسلامي دولت یا داعش په کوم غړي وپلوري.

خو ویل شوي نه دي چې قاچاقبر دغه مواد له کوم ځای نه ترلاسه کړي وو.

د مالدوفوا یو شمېر پولیس او قضايی چارواکو د اسوشیټټ پرس خبري اژانس ته، د اتومي وسلو د تور بازار په اړه ځیني تحقیقاتي دوسیې هم وښودلې چې د دغه کاروبار خطر یې لا جوت کړ.

راپور وايي چې د روسیې او لویدیځ ترمنځ د اړیکو خرابوالي دا مسله نوره هم پیچلې کړې ده؛ اوس سخته ده چې دا معلومات ترلاسه شي چې قاچاقابران له کومې لارې اتومي مواد له یوې سیمې بلې ته انتقالوي د روسیې د پراخو دښتو له لارې که له کومې بلې لارې.

د مالدوفوا د پولیسو یو مشر کاسټنټین مالیز وویل همدغه کار د قاچاقبرانو نیول او موندل لا ستونزمن کړي دي.

هغه وویل " موږ شاید دا ډول نورې ډېرې پېښې او قضیې ولرو. قاچاقبران فکر کوي چې د دوی نیول ستونزمن شوي دي، خو د پېسو ګټل ورته اسانه دي."

تحقیق کوونکي وایي داسې ګمان کیږي چې د کیماوي موادو د تور بازار قاچاقبران د روسیې د استخباراتي ادارې سره ناسته پاسته لري او اکثره راکړه ورکړه په مالدوفوا کې کیږي چې په ختیځې اروپا کې ده.

XS
SM
MD
LG