د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د اتومي موافقې د ټیم غړی د جاسوسۍ په تور نیول شوی


ایران د هغه ټیم یو غړ د جاسوسۍ په تور نیولی چې د غرب سره یې په اتومي موافقې کې د ایران استازیتوب کاوه. ایراني چارواکو د نیول شوي شخص نوم ندی په ډاګه کړی خو وایي چې دغه جاسوس د اتومې موافقې ټیم ته لار پیدا کړې وه.

د ایران سرکاري خبري اژانس ارنا د عدلیې وزارت د ویاند غلام حسین محسني ایجائي د قوله ویلي دي چې نیول شوی جاسوس په ضمانت خوشې شویدي.

د ارنا په راپور کې ویل شوي چې دغه جاسوس ایراني چارواکو د څو ورځو لپاره بندي کړی و او لا هم تحقیقات ترې روان دي.

سره لدې د عدلیې وزارت ویاند د نیول شوي کس نوم هم ندی ذکر کړی خو په ایران کې د مطبوعاتو هغه ادارې چې د سخت دریزه ډلو پورې اړه لري، ویلي دي چې چارواکو د عبدالرسول دوري اصفهانې په نامه یو شخص نیولی دي چې د غربي هیوادونو سره یې د اتومې موافقې په چارو کې د ایرن استازیتوب کاوه.

اصفهاني اصلاً د ایران دی خو د کاناډا تابعیت هم لري.

د عدلیې وزارت ویاند غلام حسین محسني ایجائي هم پرون د یکشنبې په ورځ د مطبوعاتو رپوټونه تائید کړل او زیاته یې کړه چې په نیول شوي کس تر اوسه لګیدلی تور ندی ثابت شوی.

په مطبوعاتو کې تر اوسه دا هم ندي په ډاګه شوي چې چارواکي د عبدالرسول دوري اصفهاني نه ولې تحقیقات کوي خو وروسته له هغې چې پروسږکال د غربي هیوادونو سره د اتومني جنجال پر سر موافقه وشوه، د ایران امنیتي ځواکونه معمولاً هغه کسان نیسي او تحقیقات ترې کوي چې دوه تابعیته ولري.

پدې موافقې کې ایران موافقه کړې چې خپل اتومني پروګرام به محدودوي او په بدل کې به یې پدې هیواد لګیدلي اقتصادي بندیزونه لیرې کیږي. په ایران کې اکثره سخت دریزه کسان او ډلې د غربي هیوادونو سره پدې موافقې خوښ ندي او وایي چې ایران پدې کار سره د امریکا متحده ایالاتو ته تسلیم شو.

XS
SM
MD
LG