اجرائیه ریاست: د ملي یووالي حکومت د مشرانو اختلافات به د خبرو له لارې حل شي.
اجرائیې ریاست وایي د ملي یووالي د حکومت د پایښت یوازنۍ لار د ولسمشر اشرف غني او اجرائیې رئیس عبدالله ترمنځ خبرې او د سیاسي موافقې پلي کیدل دي. د اجرائیې ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل امریکا غږ ته وویل چې د دې خپل منځي بحث د ختمولو لپاره به د یووالي د حکومت یو مشر هم د خپلې دندې نه گوښه نشي.