د لاس رسي وړ اتصالات

د اروزګان په ګیزآب کې ځینې کورنیو د پولیو واکسین مخالفت کړی


ګیزآب ولسوالۍ کې سږکال د شري د واکسین د ناسم تطبیق له امله دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې له امله یې اوس ځینې کورنۍ د پولیو واکسین مخالفت کوي.
ګیزآب ولسوالۍ کې سږکال د شري د واکسین د ناسم تطبیق له امله دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې له امله یې اوس ځینې کورنۍ د پولیو واکسین مخالفت کوي.

د جنوبې حوزه د پولیو د پروګرام چارواکي وایي، په اروزګان ولایت کې یو شمېر کورنۍ د پولیو واکسین په هکله د ناسم پوهاوي له امله واکسین سره مخالفت ښودلې او نه غواړي چې ماشومانو ته یې د ګوزڼ ضد څاڅکي تطبیق شي.

د پولیو د عمومي واکسین په وروستي درې ورځني کمپاین کې، د اروزګان ولایت د ۱۸۸ زره تر پنځو کلونو ښکته ماشومانو ته د پولیو د واکسین د څاڅکو ورکولو ترتیبات نیول شوي وو.

د اروزګان د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مشر ډاکتر سیف الدین امریکاغږ آشنا راډیو ته وويل، روغتیايي کارکونکو په ګیزآب ولسوالۍ کې له هغو کورنیو سره پرلپسې ناستې کړي چې د شري واکسین د ناسم تطبیق له کبله هلته ځيني ستونزي رامنځ ته شوې وې.

نوموړي زیاته کړه، د ګیزآب ولسوالۍهغه کورنۍ چې پولیو واکسین سره مخالفت کړې وو د واکسین په دې کمپاین کې یې برخه اخیستې، خو یو شمېر یې لا هم مخالفت کوي.

هغه وويل"پرون زموږ ۹۳ فیصده د پوښښ اندازه وه پاته ۷ فیصده کې دغه وروستۍ پېښه هم اغېز لري خو د خلکو نا خبري پدې کې اساسی رول لري، موږ د عامه پوهاوي نوې تګلاره پيل کړې او دا ستونزه به ژر حل شي".

بلې خواته د پوليو له پروګرام سره همکار بنسټونه پر کورنیو غږکوي چې د پوليو ناروغۍ خطر په پام کې ونیسي.

په افغانستان کې د یونسیف د ادارې د پولیو د پروګرام ویاند سید کمال شاه امریکاغږ آشنا رادیو تهوويل، د پولیو ناروغۍ په هکله د خلکو عامه پوهای زیات شوی دی او په اورزګان کې د ماشومانو د میړنې پېښهد پوليو له پروګرام سره هیڅ تړاو نلري.

هغه وويل" اوس خلک په دې پوهیږي چې پوليو یو خوندي واکسین دی او هیڅ جانبي اغېز نلري، دا چې پوليو د شري له واکسین سره ګډ عملي شوی او په شري واکسینکې څه ستونزه پېښه شوېوهدا له پوليو سره تړاو نلري او خاص ډول هغو سیمو کې چې د پوليو تر خطر لاندې دي هلته واکسینونه ډير عملي شوي او هیڅ ستونزه يې چاته نده پېښه کړې".

بلي خواته د اروزګان د ولایتي شورا غړی ظاهر نادري غوښتنه لري چې د هر ډول واکسینونو د عملي کولو پر مهال دې له پوره پاملرنې څخه کار واخیستل شي.

نوموړی زیاته وي، د ګیزاب په ولسوالۍ کې د شري واکسین د ناسم تطبیق له کبله له ځینو کورنیو سره اندېښنې پیدا شويد دي.

هغه وويل"د ګیزاب ولسوالۍ د میري په سیمه کې د ماشومانو د غلط واکسین له کبله د ماشومانو ته د ستنې یا پيچکارۍ لګولو غړي تور شوي".

خو د اورزګان ولایت د عامې روغتیا ریاستکتلوي معافیت وايي، ماشومانو تهد بیلا بیلو ناروغیو ټول ۹ ډوله واکسینونه عملي کيږي خوپوليو ضد واکسینله نورو واکسینونو سره ډېر توپير لري.

د عامې روغتیا مسئولین پر دې ټینګار کوي چې فلج ناروغۍهیڅ علاج نلري او د وقایې یوازنۍ لاره یې د پولیو واکسین تطبیق دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG