د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: برگیمټال بیرته له طالبانو ونیول شو


د ناټو په ملاتړ افغان قواوو، د پاکستان سره سرحد ته نږدې د هغې ولسوالۍ کنټرول بیرته ترلاسه کړیْ چې تیره اونۍ طالبانو نیولې وه.

د ناټو په بیانیه کې ویل شوېدي چې دوی د پاکستان سرحد ته نږدې د نورستان د ولایت د برګ مټال ولسوالۍ، پرته له دې چې یو ډز هم وکړي، نیولې ده.

د افغانستان حکومتي قواوو یوه اونۍ مخکي وروسته له هغه چې په سلګونو طالب جګړه مارانو د پاکستان نه د نورستان پر ولایت حمله وکړه، یادې شوې ولسوالۍ تخلیه کړې وه.

دافغانستان چارواکی دهغو رپوټونو تحقېقات کوی چې واېې د پاکستان د طالبانو قوماندان مولانا فضل الله د جگړی په وخت کې تېره اونی په همدی ولاېت کې وژل شوی و.

خو د پاکستان طالبان وايي چې فضل الله لا تر اوسه پوری ژوندی دی.

په عېن حآل کې، د افغانستان جمهور ریْس حامد کرزیْ دې ته ځان چمتو کوی چې په کابل کې په دې هیله د یوې درې ورځنۍ جرګې کوربه توب وکړي چې په دغه ملک کې د ۹ کلنۍ جګړې په پای ته رسولو کې ملي توافق ته ورسېږي.

دغه جرګه به د چارشنبې په ورځ په ارکندیشن باندی سنبال شوی خیمه کې دایره شي او ١٦ سوه استاځي به پکې برخه ولري. دغه استاځي به د افغانستان د ټولنې د بلابیلو برخو نه چې قومي، ولایتي او مذهبي مشران به پکې شامل وي، راغلی وي.

یواځنۍ ډله چې په دې جرګه کې برخه نه اخلي هغه طالبان دي چې د آمریکا په مشري د ۲۰۰۱ کال کې په حمله کې وروسته له هغه نه چې پر واشنګټن او نیویارک باندې تروریستي حملې وشوې، د قدرت نه راوپرځول شول. خو په جرګه کې ښايي د طالبانو طرفدار کسان موجود وي.

طالبان وايي چې تر هغه پوري به د سولې په خبرو کې برخه وانخلي ترڅو بهرنۍ قواووې د افغانستان نه نه وي وتلي.

د جرګې په جریان کې به د کابل په شاوخوا کې په زرګونو عسکر ځای پر ځای شي.

په کابل کې د آمریکا سفارت نن د سې شنبې په ورځ یوه داسی بیانیه خپره کړه چې د دغې جرګې ملاتړ پکې شوی دی.

د بادونې وړ ده چې د آمریکا جمهور ریٌْس بارک اوباما په افغانستان کې ۳۰ زره نوي آمریکايي عسکر ځای پر ځای کړل ترڅو د طالبانو مخ پر زیاتیدونگی بغاوت ته ماتې ورکړي خو په عین وخت کې یې د دې هوډ هم وکړ چې د ۲۰۱۱ کال د جولای په میاشت کې به د افغانستان نه د آمریکايي قواوو د راوتلو لړۍ پیل شي.

په عېن حآل کې ناټو واېې چې دافغانستان په جنوب کې د بم ېوې حملی دنړېوالو قواو ېو عسکر د سه شنبی په ورځ وژلی دی. دهغه په مرگ باندی دنړېوالو قواو دمگر شمېر سږکال ٢٢٣ کسانو ته رسېږی.

XS
SM
MD
LG