د لاس رسي وړ اتصالات

د نورستان والي څارنوالۍ ته معرفي شوی


د نورستان والي څارنوالۍ ته معرفي شوی
د نورستان والي څارنوالۍ ته معرفي شوی

د افغانستان د جمهوري رياست د شکايتونو د اوريدو کميسون مشر وايي د نورستان والي او امنيه قوماندان يې د پلټنو په هدف څارنوالۍ ته معرفي کړيدي.

د افغانستان دجمهوري رياست د شکايتونو د اورېدو کميسون مشر اسدالله وفا په يوې خبري غونډه کې خبرورکړچې د نورستان د ولايتي شورا دغړو او ددغه ولايت دقومي مشرانو د پرله پسې شکايتونو او غوښتنو له مخې يې دنورستان والي او امنيه قوماندان د يو لړ تورونو پر بنسټ د سپيناوي په هدف څارنوالۍ ته معرفي کړيدى.

اسدالله وفا وويل دنورستان پر والي تور دى چې له اته مياشتو راهيسې نورستان ته نه دې تللې او دغه راز يې دنورستان دخلکو سره مرسته شوې غنم محتاجو خلکو ته ندي رسولي .

وفا وويل نورستان والي دخپل کاري صلاحيت نه پورته له مرکز نه ټاکل شوي يو شمير رئيسان او ولسوالان له دندو ګوښه او پرځاې يې نور کسان پر وظيفو ټاکلي دي.

اسدالله وفا په خپلو خبرو کې د ختيځو ولايتونو يو بل والي چې ده يې نوم په ډاګه نه کړ، هم د ځينو شکايتونو له امله په کابل کې څارنوالۍ ته ورپيژندلی دى.

ښاغلي وفا وويل که پر يادو شويو چارواکو لګيدلې تورونه رښتونې شي نو ښايي چې له سختې سزا سره به مخ شي.

خودنورستان ولايت والي جمال الدين بدر وايي چې پرده لګیدلي تورنه بې اساسه دي او دا يې د ځان پر وړاندې د يو شمیر اشخاصو له خوا يوه دسيسه اوسياسي انګيزه وبلله.

نوموړي وويل دى اسدالله وفا ته پوره درناوى لري خو له مرکزي دولته يې هيله وکړه چې ددغې موضوع د سپيناوي لپاره دې يو هيت ورولیږي که چېرې پرده لګيدلي تورونه رښتينې شي نودى به پخپله څارونوالۍ ته لاړشي.

د اداري فساد پر ضد له پيل شوې مبارزې راهيسې دا لومړى ځل دى چې په ختيځو ولايتونو کې لوړ پوړي دولتي چارواکى د لګیدلو تورنو له مخې څارنوالۍ ته ورپیژندل کیږي.

خو دا چې څه ډول چلند به ورسره کیږي ايا له ده سره به رښتيا هم قانوني چلند کیږي که څنګه دا لاڅرګنده نه ده.

XS
SM
MD
LG