د لاس رسي وړ اتصالات

په نورستان کې بندیان په سل کنلۍ ودانۍ کې ساتل کیږي


د نورستان ولايت د محبس مسئولين د محبس د ودانۍ له زوړالي شکايت کوي او وايي چې بنديان يې په ېوې داسې وړې کوټې کې اچولي چې هره شېبه يې د رالوېدو ويره ده او د دوي دفترونه هم په داسې خونو کې دي چې هره شېبه يې د رالويدو امکان موجود دى.

د نورستان ولايت محبس د يوه روان خوړ تر څنګ موقعیت لري. دغه محبس د احاطې دېوالونه نه لري،د محبس و داني يوه داسې عمر خوړلې زړه ودانۍ ده چې هر شېبه يې د لويدولو امکان موجود دی.

لیدونکي وايي چې ګومان کوي چې دغه خټینه ودانۍ شا خوا یوه پیړی عمر ولي.
د دغه محبس امر سمونيار حبيب الله لومړۍ هغه کوټۀ راوښوده چې شپږ تنه بنديان په کې په ډېرو ستونزو ګوزاره کوله بيا يې په وړو وړو دروازو د خپل دفتر او استراحت خونو ته ننويستو. د دفتر دروازو واړه واړه چتونه لوګي وهلي او راځوړنده وو. د يوالونو يې هم لوي لوي درزونه کړي وو. نوموړې کوټې د انسان د ژوند لپاره برابرې نه وې.

سمونيار حبيب الله ويل چې دوى څو ځلې د دغه زندان له ودانۍ په خاطر یې خپلو اړونده ادارو ته شکايتونه کړي وو او ورته يې په رسمي ډول ليکلي وو چې دوي په يوې غوجل کې اوسي او دفتر يې هم په يوې غوجل کې دى. خو اړونده ادارو تر دا مهاله د دوي په غوښتنو او ستونزو هیڅ غوږ نه دى ګرولى.

دى وايي چې په دغه زندان کې تر دا مهاله شپږ تنه جنايي او توقيفي بنديان دي. د بنديانو په لاسونو او پښو کې يې زنځيرونه او هتکړۍ د دې لپاره اچولي چې زندان احاطه نه لري او ويريږي چې ونه تښتي.

د محبس امر يوه يوه کوټه راښوده او ويل يې چې دا يې د لنګو غواګانو، دا يې د وچو غواګانو او دايې د نورو څارويو کوټې دي چې دوى اوس په کې ژوند کوي. هره شېبه دوي په دې ويره کې دي چې دا وداني به پرې راغورځېږي.

د دغې ودانۍ چتونه راځوړند شوي خاورې او خځلې ترې رابېږي.

د نورستان نورو لوړپوړو چارواکو هم له کابل څخه د سيمه ييزو ارګانونو ادارې مشر عبدالخالق فراهي ته د يو ه غره له ډډې د دغه زندان ودانۍ ته ګوته ونيوله او په خندا يې ويل چې ،،هغه پورې د خوړ تر څنګ زړه ودانۍ چې وينئ دا د دوي زندان دى.،،

لعل پاچا آزمون- نورستان
XS
SM
MD
LG