د لاس رسي وړ اتصالات

نورستان کې سختې جگړې نښتي


دنورستان ولايت امنيتي چارواکي خبرورکوي چې په دغه ولايت کې يې له مخالفينو سره له تېرې شپې راهيسې سختې جګړې کړې دي چې په وينا يې په دغوجګړو کې دواړو لوريو ته مرګ مرګ ژوبله اوښتې ده.

ددغه ولايت مرستيال امنيه قوماندان ډګروال محمدداود په وينا سلګونو وسله والو مخالفينو دنورستان په ختيزه څنډه برګمټال پر ولسوالۍ وسله وال بريدونه پيل کړيدي.

دى ادعا کوي چې له افغاني طالبانوپه دې جګړوکې پاکستاني طالبان هم شامل دي.

دى وايي په دغوجګړوکې دواړولوريوته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دى وايي تردې دمه دترلاسه شويو راپورونو پر بنسټ يو شمير وسله وال مخالفين مړه او زخميان شوي دي ده داهم ومنله چې په دې جګړوکې ددوې يو پوليس هم زخمي شويدى.

ډګروال داود دا هم وويل پر برګمټال دبريد پرمهال له افغاني طالبانو سره دپاکستان دسوات دطالبانو مشر مولوي فضل الله تر مشرۍ لاندې لسګونه وسله وال پاکستاني طالبان هم مرسته کوي.

ډګروال محمدداود وويل اوس هم ددوې او مخالفينو تر منځ په سيمه کې نښته روانه ده.دى وايي برګمټال دنورستان له مرکز پارون نه په لرې واټن کې پرته ده چې تر ډيره دموټرو دتګ راتګ لار هم نه لري.

دى وايي دوې خپلو پوځيانو ته په دغې ولسوالۍ کې د هوا له لارې مرسته رسوي چې له امله يې له ستونزو سره مخ دي.

ده وويل دوي ددغې جګړې لپاره له ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو نه هم دمرستې غوښتنه کړې . هغوې دمرستې ډاډ ورکړيدې خوتردامهاله ورته څه مرسته نه ده رسیدلې.

د دولت کومې وسله والې مخالفې ډلې ټپلې لاتردې دمه ددغوجګړو په اړه څه نه دي ويلي نورستان دافغانستان يوله هغوغرنيو سرحدې اوسړوسيمو څخه ګڼل شوى ولايت دى چې داوړي په موسم کې دهواپه ګرمېدوسره دسختوجګړو ډګرګرځي ددغه ولايت په برګمټال کې ددولت وسله وال مخالفين پرهمداسې مهال دافغان پوځيانو پر مورچلو بريدونه کوي.

له دغې سيمې نه بهرني پوځيان هم لاله وړاندې وتلي دي .څوځلې په دغه ولايت کې دوسله والو مخالفينو ،دولت اوبهرنيوقواووترمنځ خوړي جنګونه شوي دي چې دواړولوريوته پرمرګ ژوبلې سربېره په کې ولسي کسانوته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG