د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې واورو تر ۵۰ ډېر کسان مړه کړي


چارواکي وايي چې وارو ځپل شویو سیمو ته مرستې رسول سخت دي
چارواکي وايي چې وارو ځپل شویو سیمو ته مرستې رسول سخت دي

په افغانستان کې چارواکي وايي په شاوخوا ۲۲ ولایتونو کې واورې شوې چې خلکو ته یې مالي او ځاني تاوانونه هم اړولي دي.

تر دې دمه د چارواکو په خبره تر ټولو د سر لوی زیان په نورستان کې اوړېدلی دی. د برګ مټال په ولسوالۍ کې د حفصی پوره کلی تر واورو لاندې شوی دی.

چارواکي وايي په دغې پېښې کې لږ تر لږه ۵۳ کسان مړه کړي او تر اوسه پورې دولس زخمیان له وارو څخه راویستل شوي دي.

همدغه راز د افغانستان په ځینو نورو سیمو کې هم واورو یو شمېر کسان مړه کړي او ژوبل کړي دي چې لا دقیق ارقام یې نه دي اعلان شوي.

د نورستان والي حافظ عبد القیوم امریکا غږ اشنا ته وویل چې واورې ښوېیدنې د حفصی په نوم ټول کلی لاندې کړی چې لږ تر لږه ۷۰ کورنه پکې دي.

والي وویل" ټول کلی لاندې شوی دی او تر اوسه پورې ۴۶ مړي له وارو راویستل شوي دي".

نوموړي زیاته کړه چې په سیمه کې ولسي خلکو د مړو او ټپیانو راویستل روان دي او دغې ولسوالۍ ته ورغلې لارې کاملآ بندې دي او د نورو سیمو خلک هم په اسانۍ مرستې ته نه شي رسېدای.

نوموړی وايي ممکن د مړو او ټپیانو شمېره تر دې لوړه شي، ځکه ډېر کورونه لاهم له واورو لاندې دي. د نورستان د ولایتي شورا رییس سعد الله پاینده زوی هم دغه تلفات تاید کړل او وویل چې تر اوسه ۱۲زخمیان راویستل شوي دي.

نوموړی وايي چې په مړو شویو او ټپیانو کې ډېر یې ښځې او ماشومان دي. منډول ولسوالۍ کې هم څلور کسان مړه شوي.

د نورستان والي حافظ عبد القیوم وايي چې د غربي نورستان په منډول ولسوالۍ کې هم پر یو کور واورې ښوېیدنې څلور کسان مړه کړي دي.

نوموړی وايي چې د نورستان د ټولو ولسوالیو تر منځ لارې بندې شوي دي.

له طبعي پېښو سره د مبارزې چارواکي وايي چې په تیرو دریو ورځو کې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې واورې شوې چې لسګونه کسان یې مړه کړي او ژوبل کړي دي. جاروکي وايي چې واورو همداشان ۱۶۸ کورونو ته زیان اړولی دی.

XS
SM
MD
LG