د لاس رسي وړ اتصالات

په نیویارک کې د اسلامي مرکز سره مخالفت د آمریکا ضد افراطیان قوي کوي.


په نیویارک کې د اسلامي مرکز سره مخالفت د آمریکا ضد افراطیان قوي کوي.

په نیویارک کې د اسلامي مرکز سره مخالفت د آمریکا ضد افراطیان قوي کوي.

داسي اندېښنې موجودي دي چې د سپټمبر د یوولسمې نېټې د تروریستي حملو سیمې ته نږدې د اسلامي مرکز د جوړیدو سره مخالفت، کولای شي چې په اسلامي نړۍ کې د آمریکا ضد افراطيان قوي کړي. د آمریکا غږ خبریال براین پدین په اندونیزیا کې د میانه روو مسلمانو سره غږیدلی دی او لاندي ریپوټ یې پرې تیا کړی.

د جاکارتا په ښار کې ځیني خلک چې جومات ته د جماعت د لمانځه دپاره راغلي دي په دې نه پوهیدل چې په نیویارک کې د اسلامي مرکز پر جوړیدو باندي جنجال دی. دغه اسلامي مرکز او جومات د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ مې نېټې د تروریستي حملو سیمې ته ډیر نږدې جوړیږي.

د دغې پروژې ملاتړ کونکي وايي چې د دغه مرکز د جوړیدو هدف دا دی چې د ادیانو ترمنځ د زغم او تفاهم کچه زیاته شي. همداشان یادشوي ملاتړ کونکي وايي چې داچي دغه مرکز ته به اجازه ورکړل شي چې جوړ شي اوکه نه و د مذهب د آزادۍ په بنسټ پوري اړه لري.

ددغه مرکز د جوړیدو مخالفین وايي چې د هغې سیمې څنګ ته چې د سپتمبر پر ۱۱ مې نېټې لږ تر لږه ۳ زره کسان پکې ووژل شول، د دغه راز اسلامي مرکز جوړیدل د پېښې د قربانیانو د احساساتو په برخه کې بې احساسي او سپکاوی دی.

دلته په جاکارتا کې ځیني ددغه مرکز د جوړیدو سره موافق دي او ملاتړېې کوي خو په عین وخت کې تر یوه بریده د هغو مخالفینو سره هم خواخوږي څرګندوي چې په دې برخه کې یې دریځ خورا احساساتي دی. ددغو کسانو له ډلې نه یو (اګوس سوتیادي) دی.

هغه داسي وايي،،هغه وايي چې دی دا درک کولای شي چې په آمریکا کې د دغه مرکز د جوړیدو سره تر یوه بریده مخالفت موجود دی خو وايي چې په دې باور دی چې آمریکا یو غټ او غېښتلی ملک دی او پوه خلک لري چې د وخت په تیریدو سره به ددغه جومات جوړیدو ته اجازه ورکړي،،.

د یادونې وړ ده چې په اندونیزیا کې بیا افراطي مسلمانانو په دې ورستیو کې د هغو اقداماتو پر ضد په مظاهرو لاس پوري کړی دی چې په لړ کې یې په دغه ملک کې عیسوي کلیساګانې جوړیږي.

دغه راز د احمدیې ډله هم د حکومت او د مسلمانو ډلو د خوا تر فشار لاندي راغلی ځکه د دوی په وینا دغه ډله د اسلام د اساساتو نه وتلې ده.

خو د ډې ټولو سره سره د زولفخري په نامه یو کس وايي چې نه په نیویارک کې هغه کسان چې د اسلام ضد شعارونه ورکوي، د آمریکا استاځیتوب کوي او نه په اسلامي نړۍ کې افراطي مسلمانان د اسلام د سپېڅلي دین استځایتوب کوي.

هغه داسي وايي،،هغه وايي چې په غیر اسلامي ملکونو کې هم د اسلامي ملکونو په شان ځیني افراطیان شته. خو هغه وايي چې فکر کوي په غیر اسلامي ملکونو کې دغه ډلې په اقلیت کې دي،،.

ځیني نور بیا لکه علي امني په دې باور دي چې د اسلامي مرکز پر سر جنجال د اسلام او عیسویات په پرتله سیاسي بڼه ډیره لري او سیاسي ګوندونو ځیني د آمریکا د نومبر په انتخاباتو کې ګټه اخلي .

علي داسي وايي،،هغه وايي چې آمریکا یو ډیموکراتیک ملک دی چې په کښي دیموکرات او جمهوري غوښتونکي ګوندونه فعالیت کوي نو له همدغې ناحیې نه دا ټول په سیاست پوري تړاو لري،،.

په پای کې باید وویل شي چې په داسي حال کې چې د یادشوي مرکز جوړیدو په آمریکا کې غټ بحثونه راپارولي دي خو په اندونیزیا کې یې د خلګو لږ پاملرنه ځان ته وراړولې ده. نه په دې برخه کې په مطبوعاتو کې کمپاینونه کېږي نه سېاسی وینا ګانې کېږي د اکثرو خلګو دپاره لکه په جماعت کې چې وو، ددې مرکز جوړیدل او دغه راز پر دغه مرکز باندي جنجالونه به د هغوی نظر او درېځ باندي د آمریکا په برخه کې هیڅ اغیزه ونکړي.

XS
SM
MD
LG