د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: امریکا د سولې او جنگ په دواړو حالتو کې د افغانستان نه په اسانه نشي وتلای


نیویارک ټایمز: امریکا د سولې او جنگ په دواړو حالتو کې د افغانستان نه په اسانه نشي وتلای

نیویارک ټایمز: امریکا د سولې او جنگ په دواړو حالتو کې د افغانستان نه په اسانه نشي وتلای

ورځپانې د یکشنبې په گڼه کې په افغانستان کې د جنرال مک کرستال له قوله لیکي چې دوی نشي کولی د افغانستان نه د وتلو لاره ژرپیدا کړو او دا دوی ته یو منتر دی.

په افغانستان کې د ملگرو ملتو خاص استازي سټافان دې مستورا ویلي دي د اوس نه تر بل کاله پورې مونږ دا خبرې اورو چې د افغانستان د منازعې لپاره پوځي لاره نشته ده، خو داسې ښکاري چې طالبان به هم دا جگړه په هېڅ وجه وگټي او بله خوا به هم ددې جوگه نه شی چې د بریالیتوب ادعا وکړي.

ورځپاڼه لیکي هرڅوک د سولې په شاوخوا غږیږي خو پخپله د سولې خبرې نه کیږي. هغومره چې د پوځي حل لاره خپله ستونزه لري هغومره د سولې لاره هم لانجه منه ده.

نیویارک ټایمز لیکي، ظاهراً خو داسې ښکاري چې د سولې په جبهه کې ځنې خوزښتونه شته دي. د افغانستان حکومت د سولې درې ورځنی کانفرانس دایر کړ. کانفرانس کې پریکړه وشوله چې د سولې د تامین لپاره یو باصلاحیه کمسیون جوړ شي او د ځنو طالب مشرانو نومونه د ملگرو ملتو د تورلست نه وویستل شي. همدارنگه هغه کسان چې دمحاکمې پرته په زندانو کې پراته دي دوی دې له زندانونو خوشې شي. خو بیاهم دغې غونډې ته هیڅ کوم مخالفه ډله نه وه غوښتل شوې. ډیرو داسې انگیرنې لرلې چې کرزي په جرگه کې یواځې خپل پلویان وربللي وو.

ورځپاڼه زیاتوي، د طالبانو د مشرانو نومونه د تور لست نه ایستل به دومره سخته خبره نه وي خو طالبانو ددې سوله ایزو خوزښتونو په ځواب کې راکټونه وویشتل. په تیر ځل کې ډیر وخت یې ونیو ترڅو د امنیت شورا یواځې د پنځو تنو نومونه له تور لست نه وویستل خو د ١۴٢ کسانو نوم به خامخا ډیر وخت وغواړي. ممکن دغه کار د امنیت د شورا د ځنو غړو له خوا ویتو شی. امریکا به هم ونه غواړي چې د طالبانو د کوم مهم مشر نوم وویستل شي خصوصاً که چیرته جگړه توده شي.

نیویارک ټایمز لیکي، که چیرې ډیرزیات خنډونه د سولې لارې نه ایسته شي خو بیاهم ځنې برخې یې داسې دي چې نه طالبان او نه هم د حکومت خوا په هغوی باندې د معاملې په کولو چمتو کیږي. په دې کې د بهرنيو پوځیانو ایستل او په اساسی قانون کې د بدلون راوستل دهمدې جملې له ستونزو دي. کابل حکومت وايي چې طالبان دې القاعده وغندي او د افغانستان اساسي قانون ومني. بله خبره د پاکستان ده چې دغه هیواد څومره په طالبانوخپله اغیزه لري. داسې ځوانې ډلې هم د طالبانو په منځ کې فعالیت کوي چې مستقل جنگیږي او د کویټې له شورا سره کومه اړیکه نه لري.

ورځپاڼه لیکي که څه هم دا ټولې ستونزې د حل لارې لري، خصوصاً داچې څرگنده ده چې د افغانستان جمهوررئیس اود ملگرو ملتو اداره په پټه لگیادي د طالبانو سره خبرې کوي. خو ددې ټولو خبرونه مهمه یې داده چې ایا د سولې خبرې د بل کال د جولای تر میاشتې پورې نیټه ده چې ښاغلی اوباما د امریکايي عسکرو د ایستلو د پیل له پاره ټاکیلې ده، کیدونکي دي که نه؟ دغه مسئله به د دسمبر په رپوټ کې چې امریکايي مقاماتو له خوا د وضعې په اړه ورکول کیږي څرگنده شي.

XS
SM
MD
LG