د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: افغان حکومت اربکي بې وسلې کوي


نیویارک ټایمز: افغان حکومت اربکي بې وسلې کوي

نیویارک ټایمز: افغان حکومت اربکي بې وسلې کوي

د نیویارک ټایمز ورځپانی په خپلې نننۍ ګڼې کې د افغانستان د حکومت د هغه پریکړې په هکله چې غواړي د کندز په ولایت کې په سلهاوو وړې وسله والې ډلې، یا اربکیان بې وسلې کړي یو مضمون خپور کړی دی.

په دغه مضمون کې راغلي دي چې افغان دولت هغه وسله والو ته چې شمیر یې څلورو زرو ته رسیږي د ۲۰ ورځو مهلت ورکړی چې خپلې وسلې حکومت ته وسپاري.

افغان حکومت دا هم ویلی دی چې که چیرې ملیشې دا کار و نه کړي نو په خلاف به یې پوځي عملیات وکړي.

نیویارک ټایمز وایی چی دغه به سیمی چی د دوو کلنو راهیسی یی امنیتی وضعیت خراب سوی د لا ډیرو زورزیاتی د ګواښ سره مخ کړی.

ورځپانه وایې چې دغه وسله والې ډلې په ځینو مواردو کې د ځای پولیسو د جوړولو د پروګرام سره چی د امریکا له خوا تمویلیږي تړاو لري.

د دغه پروګرام هدف دا دی چې د طالبانو په مقابل کې ځای پولس جوړ کړي. ورځپانه زیاتوي چې په مجموعی توګه په افغانستان کی د دغه پروګرام د بریالیتوب کچه د یوی سیمی نه تر بلې توپیر لري.

نیویارک ټایمز وایی چی په کندز کی حکومت یوازی ۱۵۰۰ ملیشې مسلح کړی خو په زرهاوو نور بیا د دغو ډلو سره یو ځای سوی دی. په دغو ډلو کی ځینی یی یوازی په لسګونه کسان لري خو ځینی نوری ډلې بیا په سلهاوو کسان لري.

چارواکي وایی چی دغه ډلو د جنایت کارو ډلو شکل نیولی. دوی د یو بل سره په جګړی بوخت دی، په دغه ولایت کی یی ګډوډی راوستی، او خپل په سر د خلکو نه مالیی راټولوي.

نیویارک ټایمز وایی چی د بی وسلی کولو پروسه به د کندز د ولایت د خان اباد د ولسوالی نه پیل سی.

په دغه ولسوالۍ کې دغه ډول ډلې بیخي ډیرې دي. دغه تصمیم وروسته له ده نه نیول شوی چې د شنبې په ورځ قومی مشرانو، د پوځ او پولیسو چارواکو، او د دغو وسله والو ډلو مشرانو سره غونډه وکړه.

ورځپانه د افغان پوځ د صاحب منصب له قوله وایی چی دغه وسله والی ډلی د سولی د راوستلو په لاره کی خنډونه پیدا کړی دی.

هغه زیاته کړی چی وسله وال د خلکو نه د عشر په نامه پیسی اخلی، ځای خلک په عذابوی او په خپلو کی جنګونه کوی.

خو ورځپانی ته بیا د دغو اربکیو یو تن قوماندان ویلی دی چی په سیمه کی یی اوس هم طالبان سته او که چیری سلاووی ورنه واخستل سی نو طالبان به یی ووژنی. نورو وسله والو بیا ویلی چی غواړی د ځای پولسیو کی دندی ورکړل سی.

نیویارک ټایمز وایی چی په کندز کی به یو شمیر ملیشی د هغه پروګرام په ذریعه چی د امریکا لخوا تمویلیږی د افغان ځای پولیسو په لیکو کی جذب سی.

خو ورځپانه زیاتوی چی په کندز کی د ځای پولسیو لپاره یوازی ۱۲۰۰ کسان په نظر کی نیول سوی دی. او همدا راز د جلب او جذب پروسه یی هم ډیره بطی روانه ده.

په نیویارک ټایمز کی دغه خپور سوی مضمون د ځای پولسیو د پروګرام په هکله د مرستندویه ډلو او د ملګرو ملتونو د چارواکو د اندیښنو ذکر هم کړی دی. هغوی ویلی دی چې دغه پروګرام به ځای زورواکی چی بشری حقوقو او د قانون بالادستی ته درناوی نه کوي، لانور هم قوي کړي.

ورځپانه وایی چی د دغه پروګرام په هکله نور تشویشونه دا دی چی د جلب او جدب پروسه او د دغی پروسی نه نظارت کمزوری دی. همدا راز نیویارک ټایمز زیاتوی چی په دغو ډلو کنټرولو هم مشکل دی. ورځپانه زیاتوی چې که څه هم دغه کسان چې باید د ځای پولیسو د مشر تر قوماندی لاندی وی، خو تر ډیره دوی خپلو پخوانیو مشرانو ته وفاداره وي.

ورځپانې د اکسفام او د درییو نورو نادولتی موسسو لخوا د هغی څیړنی یادونه هم کوی چی ویلی یی دی دغه پروګرام د اغیزمنو پولسیوپه جوړولو کی پاتې راغلي او داسی ځواکونو په دندو ګمارلي چې د خلکو د ساتنی په ځای خلک ویروي.

نیویارک ټایمز وایی چی په کندز کی لانجه ورسته له هغه پیل سوه چی اربکیو د سږ کال د فصلونو د اخیستلو په موسم کی د عشر د راټولولو هڅه وکړه. همدارازپه جون کی بیا د دغو اربکیو دوو ډلو چی ۳۰ وسله وال ورسره وه د انجونو په یوه مکتب حمله وکړه او د دغه مکتب سرمعلم او معاون یی -- چی د پیسیو د ورکولو نه یی ډډه کوله – داسی ووهل چی د کوما حالت ته یی ورسول.

نیویارک ټایمز کاږی چی بل پلو ته د خان اباد په ولسوالی کی لږ تر لږه ۵۰ کورنیو ویلی دی چی دغو وسله والو ډلو د دوی کورونه نیولی او خپل پوځی مرکزونه یی پکښی جوړ کړی. ورځپانه وایی چی په تیرو څو میاشتو کی د دغو ډلو په خپل منځی جګړو کی لږ تر لږه ۶ کسان مړه سوی دی.

د نیویارک ټایمز ورځپانی کی د دغه خپور سوی مضمون په پای کی راغلی چی په عین وخت طالبان بیا په دغه ولایت کی فعال دی او په دې ورستیو کې یې ځینې حملې هم کړي دي.

XS
SM
MD
LG