د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: ایران د کرزي اداري رئیس ته پیسې ورکوي


د ورځپاڼې په رپوټ کې د یوه افغان مامور له خولې ویل شوي دي چې ظاهراً پیسې په یوه سیف کې د عمرزي په دفتر کې ساتل کیږي.

د ورځپاڼې په رپوټ کې د یوه افغان مامور له خولې ویل شوي دي چې ظاهراً پیسې په یوه سیف کې د عمرزي په دفتر کې ساتل کیږي.

د امریکا یوه نامتو ورځپاڼه لیکي چې د حامد کرزي د دفتر رئیس د ایران نه په ملیونو ډالر پیسې اخیستي دي.

نیویارک ټایمز وايي چې ددغو پیسو ورکړه ددې لپاره وه چې د عمر داودزي وفاداري وساتي او د افغانستان د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې د ایران گټې خوندي شي.

نیویارک ټایمز د هغو منابعو له قوله چې نومونه یې نه دي ذکر شوي لیکي ایران غواړي له خپل اثر او رسوخ څخه په گټه اخیستنې، د افغانانو او د ددوی د امریکايي او ناتو د حمایت کونکو ترمنځ درز واچوي.

ورځپاڼه زیاتوي ایراني مامورین د جمهوري ریاست ماڼۍ ته تقریباً ازاد لاس رسی لري او په دې قادر دي چې د نورمال پروتوکول له قوانینو پرته دا کار وکړي.

نیویارک ټایمز لیکي، افغان جمهوررئیس حامد کرزی او د دفتر رئیس یې دغه پیسې د افغانستان د پارلمان غړو، د قومونو مشرانو او د طالبانو مشرانو ته ددې لپاره ورکوي چې د دوی ملاتړ جلب کړي.

یوه افغان مامور ورځپاڼې ته وویل چې داودزي په هره میاشت کې د یو او دوو ملیونو ډالرو په اندازه پیسې لاس ته راوړلې.

یوه ډیپلوماتټ نیویارک ټایمز ته وویل چې کله کله ډیرې زیاتې حتی د شپږوملیونو ډالرو په اندازه هم پیسې راتللې.

ښاغلي کرزي او داودزي دواړو د ایران سره د اړیکو په اړه د لیکلي پوښتنو په مقابل کې له ځواب ویلو نه ډډه وکړه.

نیویارک ټایمز لیکي، په افغانستان کې د ایران سفیر فداحسین مالکي هم د دغو پیسو د ورکړې پورې متعلق لیکلي پوښتنو ته ځواب ونه وایه. خو ورځپاڼه وايي چې د مالکي ویاند دغه خبرې شیطاني گونگوسې وبللې چې د هغه په خبره د لویدیځو مطبوعاتو په لاره اچولې دي.

نیویارک ټایمز لیکي دا معلومه نه ده چې ایا داود زی له دغو پیسو نه ځان ته هم اخلي که نه، خو لږ ترلږه له هغه وخته راهیسې چې د کرزي د دفتر د رئیس په حیث مقرر شوی دی شپږ کورونه یې اخیستي دي.

د ورځپاڼې په رپوټ کې د یوه افغان مامور له خولې ویل شوي دي چې ظاهراً پیسې په یوه سیف کې د عمرزي په دفتر کې ساتل کیږي.

XS
SM
MD
LG