د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: افغانستان کې د امریکا د پاتې کیدو خبرو سیمه عصباني کړې


نیویارک ټایمز: افغانستان کې د امریکا د پاتې کیدو خبرو سیمه عصباني کړې
نیویارک ټایمز: افغانستان کې د امریکا د پاتې کیدو خبرو سیمه عصباني کړې

نیویارک ټایمز لیکي، په افغانستان کې د امریکا له وتلو نه وروسته د شته والي په اړه خبرې سیمه عصباني کړیده.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون لیکلي، په مقاله کې راغلي دي چې په ابتدا کې امریکا داسې ویل چې په ٢٠١١ کال کې به له افغانستان څخه وځي. وروسته بیا ناتو او امریکايی عسکرو د یوې انتقالې پروسې خبرې وکړې چې په ٢٠١۴ کال کې به ختمه شي. خو اوس وايي چې په دې غور کوي چې ددغې نیټې نه وروسته څه پیښیږي.

نیویارک ټایمز لیکي، امریکا او افغانستان لگیا دي په دې خبرې کوي چې دوی ورته د ٢٠١۴ کال نه هاخوا د ستراتیژیکي همکارﺉ اعلامیه وايي.

ورځپاڼه لیکي چې د سیمې څارونکي او د افغانستان گاونډیان دغه حالت ته د دایمي اډو د شته والی نښه بولی یا په بدبینانه بڼه ورته دریمه لویه لوبه ویل کیږي ځکه د بریتانیې او روسیې ترمنځ په نولسمه او شلمه پیړۍ د رقابت سره ورته والی لري.

ورځپاڼه زیاتوي، دا یوه نازکه پروسه ده او په نازکه مرحله کې مطرح کیږي. افغان مامورین وايي چې کیدای شي دغه مسئله د طالبانو سره د سولې خبرې له ستونزو سره مخامخې کړي، ځکه طالبان د سولې خبرې دې پورې تړي چې بهرني قواوې له افغانستان نه ووځي. خو دا چې طالبان اوس هم لگیا دي خبرې کوي نودا دا معنی لري چې دوی د قواو په ایستلو کې یوې اندازې پورې نرم کیدلی شي خو دا به ډیره سخته وي چې طالبان دې ته قانع شي چې امریکايي قواوې د تل لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

نیویارک ټایمز لیکي چې د اوږدې مودې موافقه لیک لپاره خبرې تیره میاشت د مارک گراسمن لخوا چې د ریچارد هالبروک ځای ونیو پیل شوی دی. گراسمن په افغانستان او پاکستان کې د امریکا استازی دی.

ورځپاڼه لیکي چې په سیمه کې ددغه خبرو انعکاس ډیرآني ؤ. د ایران د داخله چارو وزیر په بیړه له کابل نه کتنه وکړه، وروسته بیا د روسیې او هند وزیران هم په منډه کابل ته ولاړل. روسان چې په عمومی ډول د ناټو له عملیاتو نه په افغانستان کې ملاتړی کوي، په دې برخه کې وارخطا شول چې وگوري په سیمه کې غربیان دایمی حضورو لري.

نیویارک ټایمز لیکي، په افغانستان کې د روسیې په سفارت کې سیاسی سلاکار ستیپان انی کیف وویل، روسان تمه لرل چې افغانستان په خپلو قواوو له ٢٠١۴ کال نه وروسته اتکا ولري او په امنیتی، اقتصادي او سیاسي لحاظ په خپلو پښو ودریږي. که چیرې د امریکا اډې په افغانستان کې وي نو د انتقال مرحله هیڅکله منځ ته نه راځي. خو امریکایی مامورین په بیړه روسانو ته دا ډاډ ورکړ چې د ٢٠١۴ کال نه وروسته په افغانستان کې پاتې کیدل ددې معنی نه لري چې امریکا به په دې ملک کې تل پاتې اډې جوړوي. کلنتن په دې اړه وايي چې د امریکا دا هڅه چې د افغانستان سره مرسته وکړي، نه دا چې په دې ملک کې ددایمي اډولپاره هڅه وکړي.

نیویارک ټایمز په یوه بله مقاله کې چې هغه هم د اپریل په اتلسمه خپره شویده لیکي دي چې د مخدره موادو د بیو زیاتوالی افغان بزگران دې ته هڅوي چې زیات کوکنار وکري او زیاته گټه لاس ته راوړي. اوس داسې معلومیږي چې ددغه بوټی کرل په هغو ځایونو کې هم رواج ومومي چې هلته پخوا نه کرلی کیدل. دغه خبره د ملگرو ملتو په یورپوټ کې راغلې ده.

ورځپاڼه لیکي چې داسې اټکل کیده څرنگه چې په کندهار او هیلمند کې دتریاکو تولید تریوه حده پورې کم شویدی نو په ملک کې یې عمومي اندازه کمه شي. اوس ویره داده چې دافغانستان په شمال او شمال ختیځ کې په بدخشان، بغلان، فاریاب او همدارنگه د هرات، کاپیسا او غور په ولایتونو کې ددغه موادو تولید زیات شي. فاریاب، کاپیسا او د غور ولایتونه په ٢٠١٠ کال کې د کوکنارو د کښت له نظره صفر شوي وو. سږکال تمه کیږي چې په ١٦ ولایتونوکې کوکنار ونه کرل شي. پروسږکال دغه شمیره ٢٠ ته ورسیدله.

ورځپاڼه لیکي چې سږکال د تریاکو په بیه کې څه د پاڅه درې سوه په سلو کې زیات والی راغلی دی. اوس د هرو وچو تریاکو یوه کیلو په ٢٨١ ډالره خرڅیږي. دلیل یې دادی چې د کوکنارو په فصلونو کې مرض ولگید او د تریاکو د تولید اندازه کمه شوه. په افغانستان کې د ملگرو ملتو د مخدره موادو او جرایمو دادارې استازی وايي چې مونږ له ٢٠٠۴ کال نه راپدیخوا د تریاکو په بیه کې دومره لوړوالی نه ؤ لیدلی. که چیرته بیې دومره پاتې شي نو هیڅ یو زراعتي محصول نشي کولی چې د تریاکو سره سیالی وکړي.

نیویارک ټایمز زیاتوي د بیو د زیاتوالي سره سره بیا هم دا هیله نه کیږي چې د تریاکو عمومی اندازه زیاته شي، نو ځکه دا ښه خبره ښکاري. خو وضعه یواځې په راتلونکی اگست او سپتمبر کې معلومیږي کله چې د هوایی سروی گانو نتایج څرگند شي.

XS
SM
MD
LG