د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: آمریکا د اسلام سره په جګړه کې نده


اوباما: آمریکا د اسلام سره په جګړه کې نده
اوباما: آمریکا د اسلام سره په جګړه کې نده

دامریکا جمهوررئیس بارک اوباما دسیپټمبر دیولسمی نیټی په نهمه کلیزه کې پدی ټیکی ټینگار وکړ چې امریکا داسلام سره په جنگ کې نده . جمهوررئیس دغه تبصره دپنټاگان دیادگار په څلی کې وکړه . دامریکا غږخبریال کنت کلین پدی باره کې دا رپوټ رالیږلی دی

جمهوررئیس اوباما وروسته له هغې خبری وکړی چې د١٨۴ هغو کسانو دیادگار په څلی باندی دگلو گیډې کیښودلی . دغه کسان هغه وخت ووژل شول چې اسلامی افراطیانو مسافروړونکی الوتکه وتښتوله او ددفاع وزارت دیوې څنډې سره ئې وجنگوله .

دگلانو گیډې په ډیرو هغو یادگاری تیږو باندی کیښودل شوی چې په هرې یوې باندی دهغې ورځی دقربانیانو نوم لیکل شویدی.

جمهوررئیس دهغو کسانو کورنیو ته وویل چې نهه کاله پخوائې خپل خپلوان دلاسه ورکړیدی، دوی به هیڅکله له یاد نه ونه ویستل شی. جمهوررئیس بارک اوباما خپلی خبری ته دوام ورکوی او وائې: ١

مافکرکاوه چې ځینی ورځی باید داسی څرگندی شی چې نړې دنورو شیانو په لور حرکت کړیدی. تاسی ته زه نن دا خبره کوم چې ستاسی خپل خپلوان زموږ دملت اوس او دتل لپاره په زړونو کې دی.

جمهورریئس په غیرمستقم ډول هغه جنجال ته اشاره وکړه چې په نیویارک کې دسیپټمبر دیولسمی نیټی دحملو ځای ته نژدی داسلامی مرکز او جومات دجوړیدو دپلان او دعیسوی پادری داحتجاج په سر پیدا شوی وچې دجمعی په ورځ دخپل هغه پلان نه تیرشو چې غوښتل ئې قران شریف وسیزی.

ښاغلې اوباما دمذهبی آزادی په پلوی کلکی خبری وکړی او وائې، امریکایان به هغه کرکې او تعصب ته تسلیم نشی چې دسیپټمبر دیولسمی نیټی دالوتکو تښتونکو غوښتل خپورئې کړی. ښاغلې اوباما وائې: ٢

ښائې چې دوی غوښتل دعقائدو ترمنځ جنجال پیدا کړی مگر دامریکایانو په حیث موږ داسلام سره په جنگ کې نه یو او هیڅوخت به ورسره نه یو . دا مذهب نه وچې دسیپټمبرپه یولسمه ئې حمله کړی وه. دا القاعده وه او یوډله کرکجن کسان و چې له مذهب نه ئې غلطه معنئ اخیستله .

جمهوررئیس دا هم وویل، امریکا به دتروریزم په خلاف له خپل ځان نه سخته او په بی رحمی دفاع کوی. جمهوررئیس وائې: ٣

دوی زموږ په اراده شک کړیدی مگر دامریکایانو په حیث موږ دمشکلاتو په مقابل کې مقاومت کوو. نن ورځ په افغانستان کې او له هغې نه په اخوا موږ یرغل کونکی یو او دالقاعدی او دهغې دمتحدینو په خلاف مو گوزارونه کړیدی . موږ به هغه څه وکړو چې زموږ دهیواد دژغورلو لپاره ضروروی.

ښاغلې اوباما دشنبی دسهار په اتو بجو او ۴٦ دقیقو یوه شیبه خاموش شو چې دا هغه وخت و چې لومړی الوتکه دنیویارک دنړیوال تجارتې دمرکزسره ټکرکړی و.

جمهوررئیس امریکایان هم وهڅول چې دسیپټمبر په یولسمه دنورو لپاره خدمت وکړی. دپنټاگان په یادگاری څلی کې له وینانه وروسته جمهورریئس په واشنگټن ډی.ثی. کې یو ښونځی ته ولاړ چې د دیوالونو په رنگولو کې مرسته وکړی. په داسی حال کې چې ښاغلې اوباما هلته دهغو رضاکارانوسره خبری وکړی چې دهغو پوځیانو دماشومانو لپاره ئې بړستنې جوړولې چې په خارج کې وظیفی سرته رسوی.

XS
SM
MD
LG