د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: امریکایان باید په آینده کې د صنایعو د بدلون نه زیانمند نسي


اوباما: امریکایان باید په آینده کې د صنایعو د بدلون نه زیانمند نسي

اوباما: امریکایان باید په آینده کې د صنایعو د بدلون نه زیانمند نسي

د امریکا جمهوررئیس براک اوباما وایي چي د امریکا په صنایعو کي د بدلون راتلو په وجه ځینو خلکو خپل کارونه بایللي دي، خو هغه وویل چي امریکایان باید په آینده کې له دې درکه زیات تاوان ونه گالي.

جمهوررئیس وایي چي کانگرس باید د مالیاتو په قانون کي اصلاحات راولي اودهغو صنایعو خاوندانو ته انعامونه او بخششونه ورکړي چي کارگران په دې هیواد کي دننه استخداموي او د بهر نه یې نه راغواړي.

ښاغلي اوباما د واشنگټن د ایالت د ( سیاټل ) په ښار کي د بوئینگ الوتکو جوړولو د یوې فابریکې نه خپله هفته ایزه وینا وکړه او په هغې کي یې ددغي فابریکې ستاینه وکړه چي خپله د امریکا په متحده ایالاتو کي دننه یې خلک استخدام کړي دي.

هغه دا هم وویل چي د هغو کمپنیو او فابریکو په مالیاتو کي هم باید کمښت راشي چي د لوړ تخنیک کارونه ایجادوي.

جمهوررئیس اوباما وویل چي د صادراتو زیاتوالی هم په امریکا کي د زیاتو کارونو د پیدا کیدو سبب کیداي شي.

XS
SM
MD
LG