د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما وايي د افغانستان لپاره ستراتیژي نه بدلوي


اوباما وايي د افغانستان لپاره ستراتیژي نه بدلوي
اوباما وايي د افغانستان لپاره ستراتیژي نه بدلوي

د امریکی جمهور ریس براک اوباما د کانگرس مشرتابه ته ویلی چی په افغانستان کی د جگړی په ستراتیژۍ کی د هیڅ ډول بدلون راوستو کوم پلان نلری.

جمهور ریس په یوه لیک کی چی د سپټمبر د میاشتی دیرشمه نیټه پری لیکل شوی وه لیکلی چی د هغه اداره به د هغی پالیسۍ تطبیق ته ادامه ورکړی چی د تیر ډسمبر په میاشت کی یی اعلان کړی وه او افغانستان ته یی دیرش زره اضافی عسکر ولیږل.همدا شان د دی ستراتیژۍ له مخی به د افغانستان نه د ٢٠١١ م کال د جولای په میاشت کی د امریکایی عسکرو وتل پیل شی.

ښاغلی واباما ویلی چی په افغانستان کی د ناتو او امریکایی قواوو د عمومی قوماندان پحیث د امریکایی جنرال دوید پیتریس د مقررۍ علاوه د هغه اداره گمان نه کوی چی په اوسني وخت کی تر دی زیات بدلون راولي.

سپینی ماڼۍ پرون په یوه خبرلیک کی وویل چی ښاغلي اوباما د یوه ویدیویی کنفرانس له لاری د افغانستان د جمهور ریس حامد کرزي سره خبری کړی دی. په دی خبرلیک کی راغلی چی داوړو مشرانو په یو شمیر موضؤعاتو لکه د افغانستان د وروستيو پارلماني ټول ټاکنو او د امریکا او د افغانستان ترمینځ د اوږد محاله اړیکو په اړه بحث وکړ.

XS
SM
MD
LG