د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او امریکا ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ


د امریکا ولسشمر براک اوبام په یو مخفي سفر کې کابل ته ورسیده، او د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي سره یې په ګډه د همکارۍ ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ.

د امریکا د ولسمشر براک اوباما الوتکه د افغانستان پر وخت د چارشنبې په ورځ وختي د بګرام په هوایي ډګر کې کښیانسته. د رسیدو نه یوزاې څو شیبې وروسته اوباما د بګرام نه ارګ ته ولاړ او د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي سره د همکارۍ ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ.

افغان ولسمشر د ستراتیژیک تړون د لاسلیک کولو نه وروسته وویل چې د دې سند په لاسلیک کولو سره د امریکا او افغانستان تر منځ د همکاریو د یوې لسیزې فصل پای ته رسیږي او نوی هغه یې پیل کیږي.

کرزي او اوباما پدې خبرې ټینګار وکړ چې دواړه هیوادونه دیته ژمن دي چې جګړه به په سولې بدلوي. کرزي وویل چې افغان ولس به د امریکایي ځواکونو مرسته او همکاري هیڅکله هم هیره نکړي.

په عین حال کې د امریکا ولسمشر براک اوباما د ستراتیژیک تړون د لاسلیک کولو نه وروسته وویل چې د همدغه سند له برکته به په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره لار هواره شي او هم به امریکا پدې وتوانیږي چې پدغه هیواد کې روانه جګړه نوره پای ته ورسوي.

اوباما همدارنګه وویل چې د ستراتیژیک تړون تر لاسلیک وروسته باید چې افغان ولس پدې پوه شي چې امریکا د هغوي سره د جګړې د پای ته رسولو نه وروسته هم ولاړه ده. د دې ستراتیژیک تړون له مخې به دا مالومه شي چې د 2014 میلادي کال نه وروسته کله چې نړیوال ځواکونه د افغانستان نه اوځي، د امریکایي ځواکونو نقش به څه وي.

ولسمشر اوباما غواړي چې افغانستان ته د خپل سفر کولو پر مټ د امریکا ولس ته له یوې خوا دا ورپه یاد کړي چې تیر کال همدا ورځ وه چې د هغه ادارې په پآکستان کې د القاعده د شبکې پخوانی مشر اسامه بن لادن وواژه او بله دا چې په افغانستان کې رونه جګړه هم پای ته رسوي او دا ټول پداسې وخت کې کوي چې څو میاشتې وروسته به هغه د دویم ځل لپاره د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ځان کاندید کړي.

د ګل خانې په ماڼۍ کې د ستراتیژک تړون تر لاسلیک کولو وروسته، ولسمشر براک اوباما بیرته د بګرام هوایي ډګر ته ولاړ او د امریکایي عسکرو نه یې مننه وکړله چې د خپل هیواد د خوندیتوب لپاره یې زیاتې سرښندنې او قربانۍ ورکړیدي.

"ستاسو او ستاسو د کورنیو د قربانیو له برکته زمونږ او ستاسو ګډ هیواد، امریکا نن خوندي ده. "

اوباما په بګرام کې امریکایي عسکرو ته وویل چې افغانستان ته په راتګ سره مونږ نه یوزاې دا چې د القاعده شبکه مو لدې هیواد نه وشړله بلکه پدې هم وتوانیدو چې سوکه سوکه دغه شبکه له پښو وغورځوو او پروسږ کال مې د دې شبکې مشر اسام بن لادن هم وواژه.

د امریکا ولسمشر براک اوباما به نن د افغانستان پر وخت د سهار په څلورو او د واشنګټن پر وخت د شپې په 7 نیمو بجو د بګرام د هوایي ډګر نه وینا وکړي.

نور مالومات به وروسته په لیکه شي............

XS
SM
MD
LG