د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو نوی مشر او د سولې په اړه د اوباما ناامیدي


ښاغلي اوباما ویلي دي چې د طالبانو د مشر په توگه د یو لیبرال دموکرات د ټاکلو تمه یې نه لرله
ښاغلي اوباما ویلي دي چې د طالبانو د مشر په توگه د یو لیبرال دموکرات د ټاکلو تمه یې نه لرله

ښاغلي اوباما ویلي دي چې د طالبانو د مشر په توگه د یو لیبرال دموکرات د ټاکلو تمه یې نه لرله او د هغه په وینا دا ډله به خپلو هدفونو ته د رسیدو لپاره تاوتریخوالي ته دوام ورکړي. خو هغه په دې ټینگار وکړ چې د امریکا متحده ایالات به په افغانستان کې د ترهگرۍ ضد مبارزې ته دوام ورکړي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس د طالبانو د نوي مشر ملا اخندزاده له ټاکل کیدو وروسته په پخل لومړني غبرگون کې هیله څرگنده کړه چې طالبان د سولې په جدي خبرو کې د گډون اړتیا درک کړي که څه هم چې د هغه په وینا دغه کار ښایي دومره ژر عملي نه شي.

د امریکا متحده ایالاتو د طالبانو پخوانی مشر ملا منصور، د سولې د خبرو پر وړاندې ستر خنډ باله او امریکایي مقاماتو هیله درلوده چې د هغه په وژلو سره به دغه خنډ له منځه ولاړ شي.

د چارو څیړونکي په دې باور دي چې مولوی اخندزاده به سږکال په ټول افغانستان کې د وژونکو بریدونو او جگړو د سوق او ادارې مشري وکړي او د طالبانو د پخوانیو مشرانو په څیر به د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په بشپړه وتلو ټینگار وکړي.

د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو بشپړه ایستل او د امریکا ددغه اوږدې جگړې مسولانه پای ته رسول د امریکا د اوسنی حکومت د لومړیتوبونو په سر کې دي او په همدې خاطر د افغانستان د حکومت او د طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو لپاره جدي هڅه کوي.

د امریکا جمهور تیر کال اعلان وکړ چې د ٢٠١٦ کال تر پایه به شاو خوا ۹۸۰۰ امریکایي سرتیري په افغانستان کې میشت اوسي او په ٢٠١٧ کال کې به ددغو سرتیرو شمیر ۵۵۰۰ تنو ته راټیټ کړای شي.

د بروکینگز د انستیوت کارپوه او د سي آی ای پخوانی مامور بروس ریډل وایي د افغانستان د سولې راتلونکې کمزوری گڼي او وایي چې طالبان د ملا اخندزاده په گډون په اوس کې د پوځي لارې په بریالیتوب باور لري.

ښاغلي ریدل د رویترز خبري اژانس ته ویلي چې حتی د پاکستان استخباراتي سازمان په دې باور دی چې طالبان کولای شي د پوځي لارې بریالي شي. هغه خبرداری ورکړی چې د افغانستان جگړه خورا سخت پړاو ته رسیدلې ده.

په دې ترڅ کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو لوړپوړي قوماندان د هغه هیواد څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو طرحه ارزولی ده او تمه ده چې تر یوې بلې میاشتې پورې دغه ارزونه بشپړه شي.

له بلې خوا، د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارتر د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د بهیر بیا پیل کیدو ته په اشارې ویلي دي چې واشنگټن افغان ځواکونو ته د مشورو او زده کړو برابرولو او د افغان ځواکونو تمویل او تجهیز ته ژمن دی او په عین وخت کې د سولې د خبرو د سترتیژۍ په دوام تاکید کوي.

ښاغلي کارتر ویلي دي چې " طالبان باید دا درک کړي چې نه شي بریالي کیدای. افغان امنیتي ځواکونه چې زمونږ له خوا ورسره مرسته کیږي، غښتلي شوي او کولای شي چې د افغانستان او د ملي وحدت د حکومت څخه دفاع وکړي."

د امریکا د دفاع وزیر ویلي دي چې طالبان باید د جگړې په میدان کې خپله ماتې ومني، نو د هغوی یواځنی انتخاب د افغانستان د حکومت سره د سولې خبرې دي.

د امریکا د پوځ یو مقام چې نه یې غوښتل نوم یاد شي، په تیر یو کال کې د طالبانو لاس ته راوړنو په ځانگړې توگه د کندز لنډ مهاله نیولو، په جگړه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سختې مرگ ژوبلې او د ملي وحدت د حکومت د دوو مشرانو خپلمنځي لانجې ته په اشارې د سولې په مذاکراتو کې د طالبانو په گډون بې باوره دی.

د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور، له وژنې وروسته، مولوی هبت‌الله اخندزاده ددې ډلې د نوي مشر په توگه انتخاب شو، هغه شخص چې گمان کیږي د دې ډلې د مخکنیو مشرانو پر پل به لاړ شي او تاوتریخوالي ته به دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG