د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د ٢٠١٦ تر پایه افغانستان کې ۹۸۰۰ پوځيان پریږدو


د متحده ایالتو ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د پاتې کېدو په هکله خپله پرېکړه نن په سپنې ماڼۍ کې اعلان کړه.

جمهوررئیس اوباما نن اعلان وکړ چې په افغانستان کې به د امریکا ۹۸۰۰ عسکر د کال ٢٠١٦ تر اخره پاتې وي. له هغه وروسته به ۵۵۰۰ امریکايي پوځیان پدغه هیواد کې میشت وي.

نن په سپینه ماڼۍ کې د وینا په وخت جمهوررئیس اوباما وویل چې په افغانستان کې دولت او پوځ د امنیت په ساتلو قادر دی او مسولیت ېې هم په لاس کې دی، خو ورسره به د امریکا مرسته هم جاري پاتې وي.

ولسمشر اوباما وویل که په افغانستان کې د امریکا نظامي ماموریت پای ته رسي خو ورسره به د افغانستان له دولت او ولس سره کړې ژمنې دوام لري او زه به د امریکايی قواو د سر لښکر په توگه هیڅکله افغانستان پرېنږدم چې بیا د ترورستانو پناه ځای شي او په مونږ بیا برید وکړي.

ولسشمر اوباما وویل په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمېر د ٢٠١٦ پایه ۹۸۰۰ په حد کې ساتلو فیصله د افغانستان د ولسمشر اشرف غني او اجرایوي رئیس ډاکټر عبدالله سره په مشوره شویده.

اوباما د ملي یووالي حکومت وستایه

ولسمشر اوباما د افغانستان د ملي یووالي د حکومت مشران هم وستایل. هغه داسې وویل ،،ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله دواړه هڅه کوي چې د افغانستان حکومت او د افغانستان د امنیتي ځواکونو ملاتړ وشي چې د خپل هیواد امنیت پخپله وساتي.،،

جمهوررئیس اوباما و ویل که څه هم په افغانستان کې د وسله والو افراطيانو خلاف په جګړې کې مهم پرمختګونه شوي دي خو اوس هم له افغانستان نه د تروریزم ګواښونه شته

جمهوررئیس اوباما په دې اړه په افغانستان کې د امریکايي قواو د مشرانو سره مشوره کړیده .

ولسمشر اوباما په خپلو خبرو کې وویل .افغانستان د افغانانو وطن دی .هم دوي ېې به یې ساتي .مونږ ورسره یوازې مرسته کوو

ولسمشر اوباما په خپله وینا کې داسې وویل ،،که چېرې افغانان د خپل وطن په ساتنې کې ناکامه شول، نو مونږ به هم له خطر سره مخ یو.،،

هغه زیاته کړه د دومره کلنو د جگړې نه پس هم افغانستان خوندي ځای نه دی، خو بیا هم افغانان د خپل وطن د ساتنې دپاره ملاتړلي ولاړ ده، که دوي ناکامه شول نو مونږ به هم د خط‏ر سره مخ یو.

له دې وړاندې هم افغانستان نه د امریکايي عسکرو په راویستلو کې ځنډ راغلی و. په تېر مارچ کې جمهورریس اوباما ویلي وو چې دې نیت لري چې امریکايي عسکر د کال ٢٠١٦ په اخره کې ٥٥٠٠ ته راکم کړي. چې اوس به دا کار ٢٠١٧ کې کیږي.

جمهورریس اوباما پخپلو خبرو کې د پاکستان یادونه هم وکړه او وې ویل چې دی چې راتلونکې د پاکستان د صدراعظم نواز شریف سره ویني نو د افغانستان به حالاتو او د داعش په مسله هم خبرې کوي.

جمهورریس همدا راز امریکايي ولس ته ډاډ ورکړ چې امریکا افغانستان کې د اوږدې جگړې طرفداره نه دی، خو د امریکا امنیت د افغانستان د سولې پورې تړلې ده او دا د ده او امریکا د پوځ وظیفه ده او په هر حال به ېې جاري ساتي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG