د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د اپیک په غونډې کې د ملک د تجارت په اړه خبرې کړيدي


جمهور رئیس اوباما د اپیک په غونډې کې
جمهور رئیس اوباما د اپیک په غونډې کې

د امریکا جمهورئیس براک اوباما کله چي یې د جاپان د ( یوکوهاما ) په ښار کي د نړۍ د نورو مشرانو سره په غونډه کی برخه واخیسته، د تجارت په باب یې د واشنګټن په آجندا باندي خبري وکړې او دهغې په تطبیقیدو باندي یې فشار واچاوه.

ښاغلي اوباما د ( ایپیک ) یا آسیا او آرام سمندر د ملکونو مشرانو ته وویل چي د امریکا د متحده ایالاتو ٦٠ فیصده صادرات دغي سیمي ته استول کیږي او توقع کیږی چی د آسیا اقتصاد په راتلونکو پنځو کالو کي ٥٠ فیصده وده وکړي. چي دا وده به داسي رقابت منځ ته راوړی چي د امریکا او آسیا خلکو ته به یې ګټه ورسیږي.

ښاغلي اوباما د ( ایپیک ) د ٢١ غړو ملکونو مشرانو ته وویل چي د متحده ایالاتو نیکمرغي د هغې د آرام سمندر د انډیوالو ملکونو د نیکمرغۍ سره تړلې ده.

د سیمي د آزاد تجارت په باب موضوع هم په آجندا کي شامله وه او د جاپان صدراعظم ( ناوتو کان ) د آرام سمندر د ٩ هیوادونو تر منځ د انډیوالۍ د پیشنهاد په باب خپل تعهد بیا تایید کړ.

ښاغلي ( کان ) وویل چی دی به ددغي پیشنهاد شوي ډلي ملکونو سره په مربوط تړون باندي کار وکړي. ددې تړون په اساس به د دغو هیوادونو په صادراتو باندي چي امریکا او آسټرالیا به هم په کي شاملي وي، ګمرکي محصولات نه اخیستل کیږي.

XS
SM
MD
LG