د لاس رسي وړ اتصالات

د ایپیک په غونډه کې د اوباما د نه ګډون غبرګونونه


د امریکا ولسمشر بارک اوباما د فیډرالي حکومت د ځینو ادارو د بند پاته کېدو له کبله آسیا ته خپل سفر فسخ کړی دی. نن یې پنځمه ورځ ده چې د بودیجې د عدم تصویب له کبله د امریکا ځیني فیډرالي ادارې بندې دي.

ټاکل شوې وه چې ولسمشر اوباما به خپل د سفر په لړ کې په اندونیزیا کې د آسیا د آرام سمندر د سیمې په اقتصادي غونډه یا ایپیک کې ګډون وکړي. د سفر د فسخه کېدو له امله د سیمې د هېوادونو ځینو مشرانو سیمې ته د ولسمشر اوباما تعهد تر پوښتنې لاندي راوستی دی.



خو د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري وايي چې په آمریکا کې د فیډرالي حکومت د ځینو ادارو د بندیدلو مسله یوه ناببره مسله ده او د آسیا دپاره به د امریکا په تعهد کې هیڅ تغییر رانولي. هغه داسي وویل: ،،زه غواړم چې دا واضیح کړم چې هغه څه چې په واشنګټن کې روان دي په هیڅ صورت په آسیا کې زمونږ د ملګرو په مقابل کې زمونږ تعهد نه کموي. زمونږ په تعهد کې په ټولي سیمې کې د سوداګرۍ وده او رشد هم شامل دی. دا زمونږ یو د مهمو لومړیتوبو د جملې څخه حسابېږي.،،

ښاغلي کیري د اندونیزیا د بالي په ټاپو کې د شنبې په ورځ د خبریالانو سره د خبرو پر مهال هوډ وکړ چې امریکا به د فیډرالي حکومت د قسمي بندېدو په صورت کې هم خپل ټول مسولیتونه پرځای کړي.

ځیني مشران وايي د اوباما عدم حضور به خپل تاثیرات ولري

ښاغلیْ کیري سیمې ته د څلور هیوادونو په سفر تللی دی. ټاکل شوې وه چې دا سفر ولسمشر اوباما وکړي او د آسیا د آرام سمندر د سیمې په اقتصادي غونډه کې ګډون وکړي چې د ۲۱ غړو هېوادونو سره د نړۍ تر ټلوو مهم اقتصادي بلاک ګنل کېږي. د اپیک د مرستیال ریْس جوسف ونندي په شان د دغې غونډې ځینو ګډونوالو د ولسمشر اوباما د سفر د فسخ کېدو په هکله مایوسي څرګنده کړه. هغه داسي وویل ،، دا حیف دی او دا به په راتلونکي کې د امریکا د مشرتابه پر اعتیبار باندي تاثیر وکړي. ولسمشر اوباما په ۲۰۱۲ کال کې هم د اپیک په غونډه کې چې په ولاديوسټاک کې دایر شوه نه وو او اوس دا دی بیا نسته. زه فکر کوم چې دا مهمه موضوع ده چې په راتلونکي باید پام ورته وشي.،،

د غونډې نورو ګډونوالو بیا نسبتا نرم دریځ درلودی. د ختیځ او لویدیځ د مرکز مشر چارلس موریسن وايي چې د ولسمشر اوباما عدم حضور به په سیمه کې د امریکا پر حضور باندي اغیز ونلري. هغه داسي وویل: ،،ځیني سته چې زما په آند ښايي دا استدلال وکړي چې د امریکا د متحده ایالاتو توجه د پخوا په پرتله اوس آسیا ته لږ شوې ده. زه داسي فکر نه کوم. زه فکر کوم چې په ټولې نړۍ کې تغییرات راغلي دي په ځانګړې توګه د سوداګرۍ په دګر کې او دا تغییرات د یوه وخت نه شروع دي.،،

ټاکل شوې وه چې ولسمشر اوباما به سیمې ته دسفر په لړ کې د جاپان د لومړي وزیر شینزو آبې سره هم وګوري. د جاپان د حکومت ویاند یوشیدا سوګا د جمعې په ورځ د امریکا د مشرانو څخه وغوښتل چې د امریکا د فیډرالي حکومت بندې شوي ادارې دي بیرته پرانیزي.


د یادونې وړ ده چې ولسمشر اوباما په ۲۰۱۱ کال کې د آسیا دپاره خپل د حکومت نوې پالیسي اعلان کړه او په سیمه کې یې د امریکا پوځي او ډیپلوماتیکي رشد د امریکا د راتلونکي دپاره ضروري وګڼی. د اپیک یا د آسیا د آرام سمندر د سیمې اقتصادي غونډه د شنبې په ورځ رسما پیل شوه او د اکټوبر تر ۷ مې پوري به ادامه پیدا کړي. دا په داسي حال کې ده چې امریکا غواړي د چین پرته د آسیا د ۱۲ هېوادونو سره د آزاد تجارت یوه موافقتنامه لاس لیک کړي.
XS
SM
MD
LG