د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر اوباما آسیا ته سفر کوي چي ملګرو ته ډاډ ورکړي


Obama
Obama
ټاکل شوې ده چي د امریکا ولسمشر بارک اوباما به د سې شنبې په ورځ آسیا ته سفر وکړي چي په سیمه کي د امریکا ځینو متحدینو ته د امریکا د تعهد په برخه کي ډاډ ورکړي. ولسمشر اوباما به جاپان، جنوبي کوریا، مالیزیا او فلپین ته سفر وکړي.

د ولسمشر اوباما په لست کي چین نه دی شامل خو دغه هېواد به آسیا ته د ولسمشر اوباما د سفر پرمهال د هغه په ذهن کي وي ځکه چي په دې ورستیوو کي چین هڅه کوي چي د چین د جنوب او ختیځ برخې اوبه کنټرول کړي.

په عین حال کي د امریکا د پوځي لګښتونو راکمېدو سیمه ایز ملګري هېوادونه په اندېښنه کړي چي آیا امریکا به د دوي نه دفاع ته تعهد ولري که نه

د هیریتیج فونډیشن د څیړنیز مرکز څخه بروس کلینګر داسي وايي ،،زه مطمین یم چي ولسمشر اوباما به په ډاډ ورکونکې لهجې باندي خبري وکړي چي مونږ اوس هم په اصطلاح تیز ځغستای سو او لوړ غورځېدلای شو خو دا چي هغوي به باور پر وکړي که نه دا بله موضوع ده. د امریکا ملګري او مخالفین یې د واشنګټن د اوسیدونکو په شان د امریکا د بودیجې څخه باخبره دي.،،

،، امریکا چین ته د دښمن په سترګه نه ګوري،،

ولسمشر اوباما به آسیا ته د خپل سفر په ترڅ کي جاپان، مالیزیا او فلیپین ته ولاړ سي . یادشوي هېوادونه د چین سره د ځمکې پر سر جنجالونه لري. دا په داسي حال کي ده چي د امریکا ددفاع وزیر چک هېګل څو ورځې مخکي چین ته تللی و او دا یې واضیح کړه چي امریکا چین ته د دښمن په سترګه نه ګوري خو د امریکا حکومت چین ته په داسي حال کي چي پوځي قوت یې مخ په زیاتیدو دی، د یو خطر په سترګه ګوري.


د واشنګټن هغه پریکړې چي پر سوریې باندي یې برید ونکړ او دا چي د اوکراین سره یې په کافي اندازه نظامي مرسته ونکړه، داسي پوښتنې راپورته کړي دي چي آیا امریکا به د ضرورت په وخت کي په آسیا کي د خپلو ملګرو هېوادونو څخه ملاتړ وکړي او که نه.

د نیو امریکن سیکیوریتي د څیړنیز مرکز د آسیا د چارو کارپوه ایلي رتنر داسي وايي ،،ظاهراْ په دې برخه کي ډیرې خبرې شوي دي او پوښتنې مطرح شوي دي او د سوریې او اوکراین په برخه کي د امریکا پر نفوذ او قوت باندي بحثونه شوي دي خو د ولسمشر اوباما د سفر هدف دا دی چي د سیمې ملګرو هېوادونو ته پیغام ورکړي چي امریکا، آسیايي هېوادونو ته متعهده ده.،،

دغه پیغام د جاپان دپاره خورا اهمیت لري چي په سیمه کي د امریکا خاص ملګری هېواد دی. ولسمشر اوباما به لومړی جاپان ته ولاړ شي. اورې به ولسمشر اوباما هڅه وکړي چي د اوقیانوس د سیمې د سیمه ایز تجارتي تړون پر سر مزاکرات چټک شي.

ولسمشر اوباما به د تجارت مسله په جنوبي کوریا کي هم مطرح کړي او هلته به د شمالي کوریا په هکله خبري وکړي چي دغه هېواد د جنوبي کوریا او جاپان سره خپلې اړیکې نرمې کړي. دغه اړیکې د ۲۰ پیړۍ په نیمايي کي د جاپان د خوا د شویو ظلمونو له کبله اغیزمنې شوي دي.

د یادونې وړ ده چي د ۱۹۶۶ کال راهیسې ولسمشر اوباما به لومړی امریکايي ولسمشر وي چي مالیزیا ته سفر کوي.

ولسمشر به د سفر په پای کي فلیپین ته ولاړ شي چیري چي امریکا خپلې دایمې اډې څو لسیزې مخکي وتړلې خو اوس پر دې باندي خبرې روانې دي چي په دې سیمه کي امریکايي ځواکونه، کښتۍ او الوتکې د موقت وخت دپاره ځای پر ځای کړي.
XS
SM
MD
LG