د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر اوباما آسیا ته خپل سفر فسخ کړ


د امریکا ولسمشر بارک اوباما د فیډرالي حکومت د ځینو ادارو د بند پاته کېدو له کبله آسیا ته خپل سفر فسخ کړی دی. د جمعې ورځ یې څلورم ورځ ده چې د بودیجې د عدم تصویب له کبله د امریکا ځیني فیډرالي ادارې بندي دي.

سپیني ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ ناوخت اعلان وکړ چې ولسمشر اوباما پریکړه کړې چې اندونیزیا او بروني ته په داسي حال کې چې فیډرالي حکومت بندي وي، خپل سفر فسخ کړي. ولسمشر اوباما په پام کې لري چې پر جمهوري غوښتونکو باندي فشار روالي چې د فیډرالي حکومت د بیا پرانیستلو دپاره زمینه مساعده کړي.

سپینه ماڼۍ وايي چې د ولسمشر اوباما پر ځای به د امریکايي پلاوي مشري د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري وکړي او د اندونیزیا او بروني په ګډون به فلیپین او مالیزیا ته هم سفر وکړي. ښاغلی کیري به په بالي کې د ولسمشر اوباما پرځای د ایپیک په غونډه کې ګډون وکړي.

د پنجشنبې په ورځ ولسمشر اوباما وویل چې ولسي جرګه غواړي چې داسي یو قانون تصویب کړي چې په کښي یواځي حکومتي بودیجه تصویب شي او د روغتیا لایحه همدغسي پرېښودل شي. ښاغلي اوباما د ګانګرس پر ریْس جمهوري غوښتونکي جان بینر باندي تور ولګوی چې څو افراطي جمهوري غوښتونکي لمسوي چې د حکومت د راتلونکي بودیجې څخه د روغتیا د قانون پیسې وباسي.

په عین حال کې بېنر بیا وايي چې ولسمشر اوباما نه غواړي چې مذاکرات وکړي. ښاغلي بینر زیاته کړه چې هغه چي څه دوي غواړي هغه یواځي د روغتیا د قانون پر سره خبري دي.

ډیموکراتان وايي چې دوي به د جمهوری غوښتونکي د هر ډول هڅې مخه ونیسي چې هدف یې د حکومت بشپړ نه بلکې قسمي پرانیستل وي .

د کانګرس په سیمه کې پېښه د حکومت د بندیدو سره تړاو نلري

آمریکايي چارواکي هڅه کوي چې دا په ډاګه کړي چې ولي یوې ښځې غوښتل چې د سپینې ماڼۍ پر یوې مانع باندي موټر وروستی او بیا د سیمې څخه وتښتېدله چې د پولیسو د تعقیب وروسته ډزې پر وشوې او د امریکا د کانګرس د سړک سره یې په ډزو کې ووژل شوه.

د وژل شوې ښځې مور اډیلا کري ویلي دي چې هغه میریم کري نومېده او د ۳۴ کالو وه. میرمن کري ویلي دي چې لور یې د تیر کال د اګست د میاشتې وروسته کله چې یې اولاد پیدا سو، تر عصبي فشار لاندي وه. پولیسو ویلي دي چې مشکوک کس یوه تور پوستې میرمن وه.

د دې پېښې له کبله د امریکا د کانګرس ماڼۍ د یوه ساعت دپاره بنده شوه خو پولیس وايي چې د کانګرس غړو ته په دې پېښې کې هیڅ خطر نه و متوجې.


د پولیسو آمره کدي لنیر وايي چې پر مشکوکې باندې دوه ځلي ډزې وشوې او په خپل موټر کې په ډزو کې ووژل شوه.

چارواکي وايي چې په دې پېښه کې دوه افسران ټپي شوي دي خو د دواړو روغتیايي حالت ښه دی. پولیس فکر نه کوي چې دا پېښه دي د حکومت د بندیدو سره چې د جمعې ورځ یې څلورم ورځ کېږي کوم تړاو ولري.
XS
SM
MD
LG