د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: ملي یووالی او بشري حقونه د کینیا د بریا لارې


د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما خپل پلارنی ټاټوبی د کینیا پلازمینې نایروبي ته خپل درې ورځنی سفر د یکشنبې په ورځ پای ته ورسو او له دې ځای نه گاونډي هیواد ایتوپیا ته روان شو.

جمهور رئیس نن یکشنبې داسې یو هیواد ته خپل سفر پای ته وروسو چې ورته د زوی په سترگه گوري. هغه کینیا ته د خپل د سفر په وروستۍ ورځ نایروبي کې په زرگونو خلکو ته وینا وکړه.

تر وینا مخکې د ښاغلي اوباما نا سکه خور اوما اوباما جمهور رئیس داسې معرفي کړ. "د ډیرو خبرو به تیر شو او اجازه راکړی چې خپل ورور، ستاستو ورور، ستاسو زوی او تر ټولو مهم د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک حسین اوباما ته ښه راغلاست ووایم."

د متحده ایالاتو جمهور رئیس د یکشنبې په ورځ په نایروبي کې وویل چې په کینیا کې د خلکو لپاره ستونزې شته، خو هغه له ځوانانو په تیره د راتلونکي مشرانو څخه وغوښتل چې د دې ستونزو د لرې کولو لپاره هلې ځلې وکړي.

جمهور رئیس اوباما داسې وویل "زه د خپلې خور اوما نه مننه کوم چې زه یې ډیر ښه معرفي کړم. اوما زما لومړنۍ لارښوده وه چې ٣٠ کاله مخکې ېې راته کینیا راوښودله. د جمهور رئیس کینیاتا د میلمه پالنې نه یو ځل بیا مننه کوم. زه په دې ویاړم چې د متحده ایالاتو لومړنی جمهور رئیس یم چې کینیا ته راغلم. او همدارنگه زه لومړنی کینیايي امریکایی یم چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس شوم."

کینیا 'ښه تاریخ انتخاب کړی'

د متحده ایالاتو جمهور رئیس د ١٩٦٣ میلادي کال نه وروسته د بریټانې څخه د کینیا د خپلواکۍ د اخیستو وروسته د دې هیواد پرمختگونه وستایل. د دې پرمختگونو یوه بیلگه د یو گوندي واکمنۍ ختمیدل او بل یې پر قبایلي او فرقوي تاوتریخوالي باندې بریالیتوب و چې په کال ٢٠٠٧ کې پیل شو او د څو میاشتو لپاره یې دوام وکړ.

اوباما وویل د کینیا خلکو انتخاب کړ چې د تیرو وختو د کرکې له وجې ونه پیژندل شي بلکې کینیایانو یو ښه تاریخ انتخاب کړ. ښاغلي اوباما وویل چې د کینیا راتلونکي بریا په دریو ستنو باندې ولاړ دی. یو غښتلی او شفافه حکومت، نړیوال اقتصادي پرمختگ او یو ملي هویت او غښتلی احساس چې د راتلونکې سولې او روغې جوړې لپاره یې تاوتریخوالی رد کړ.

ښاغلي اهورو کینیاتا د کینیا د لومړي جمهور رئیس جوما کینیاتا زوی، د متحده ایالاتو د هغو نوښتونو ستاینه وکړه چې په کال ١٩٥٠ لسیزې کې پیل شول او په هغه کې د جمهور رئیس اوباما د پلار په گډون د کالج په سلگونو زده کوونکو ته یې اجازه ورکړه چې په متحده ایالاتو کې زده کړې وکړي.

د ښځو د حقوقو غوښتنه

کینیا ته په دې سفر کې د متحده ایالاتو جمهور رئیس د جنسي مساواتو ته ځانگړې پاملرنه وکړه او وویل چې که چېرې د کینیا خلک دهیواد نجونو او ښځو سره ناوړه چلند وکړي دا هیواد به هیځ کله بریالی نشي.

ښاغلي اوباما په کینیا کې په زوره د نجونو د ودونو، د نجونو د ختنه کولو او د نجونو د تعلیم د مخنوي د پای ته رسیدو غوښتنه وکړه.

جمهور رئیس زیاته کړه "دا دود کیدای شي له ډیرو پیړيو راهیسي وي خو دا رواجونه په یوویشتمې پیړۍ کې هېځ ځای نلري." هغه په متحده ایالاتو کې په کنفدریډ بیرغ باندې بحثونو ته په اشارې وویل، ضروري نه ده چې ټول رواجونه صحیح هم وي.

جمهور رئیس اوباما کینیا ته په سفر کې په افریقا کې د همجنسگرایانو د حقوقو پرتله په متحده ایالاتو کې د افریقایي الاصله امریکایانو سره وکړه. په همدې مسلې باندې د شنبې په ورځ د جمهور رئیس اوباما او د کینیا جمهور رئیس تر منځ د نظر اختلاف څرگند شو. د کینیا جمهور رئیس وویل چې دا مسله په کینیا کې لومړیتوب نلري.

د کینیا جمهور رئیس وویل؛ "د کینیا د خلکو لپاره اوسمهال د همجنسبازگرایانو خبره کومه مسله نده. مونږ غواړو نورو مسلو ته پاملرنه وکړو چې د خلکو د ورځني ژوند ورسره تړلی دی. مونږ د جمهور رئیس اوباما سره د روغتیا په مسلې باندې بحث وکړ چې ډیره مهمه مسله ده."

د نایروبي ډیر اوسیدونکي د یکشنبې په ورځ د جمهور رئیس اوباما له خوا د همجنسگرایانو د حقوقو د کلک ملاتړ په هکله بې اعتنايي وښودله. د نایروبي یو اوسیدونکي پاول اووگا په دې هکله خپل نظر داسې څرگند کړ.

"اهورو د کینیا د غوښتنو اطاعت کوي، او اوباما د امریکا د غوښتنو اطاعت کوي. دا دوه مختلف فرهنگونه دي. دا یوه فرهنگي ستونزه ده، د دې خبرې د قانون سره هیځ تړاو نشته. سپین پوستي به د دې کار اجازه لري، خو تورپوستي یې نلري."

ولسمشر اوباما به ادیس ابابا کې د افریقایي اتحادیې مشرانو سره ملاقات وکړي

ولسمشر اوباما به ادیس ابابا کې د افریقایي اتحادیې مشرانو سره ملاقات وکړي

راتلونکی سفر ایتوپیا

جمهور رئیس اوباما به د یکشنبې په ورځ ناوخته د ایتوپیا پلازمینه ادیس ابابا ته سفر وکړي. دا به ایتوپیا ته د متحده ایالاتو د یو برحاله جمهور رئیس په توگه د بارک اوباما لومړی سفر وي. بارک اوباما به په دې سفر کې په ادیس ابابا کې د افریقایي اتحادیې نه هم لیدنه وکړي. ایتوپیا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس بارک اوباما لومړي سفر ته ځان چمتو کوي.

جمهور رئیس اوباما به د ایتوپیا صدراعظم هیلي مریم دیسېلین او د افریقایي اتحادیې نورو چارواکو سره ملاقات وکړي او په سیمه کې د پرمختگ، پانگه اچونې او د ترهگرۍ په وړاندې مبارزې په هکله به خبرې اترې وکړي.

د ایتوپیا په پلازمینه ادیس ابابا کې خلک د متحده ایالات د جمهور رئیس بارک اوباما د کوربه توپ لپاره په لیوالیتا په سړکونو او څلور لارو باندې د بارک اوباما لوې انځورونه او د امریکا او ایتوپیا بیرغونه لگولي دي. خو د لیوالتیا تر څنگ کلک امنیتي تدابیر هم نیول شوي دي.

په سړکونو باندې موانع او د تفتیش پوستې جوړ شوي دي. د جمهور رئیس بارک اوباما او د ایتوپیا د صدراعظم تر منځ خبرو کې د ترهگرۍ په وړاندې مبارزه به د خبرو مهمه موضوع وي.

د الشباب تندلارې ډلې په سومالیا او گاونډي هیواد کینیا او یوگاندا کې څو څو ځلي بریدونه کړي دي خو په ایتوپیا کې تراوسه هیځ برید ندی کړی. دا بریا ایتوپیا یې د متحده ایالاتو یو مهم متحد جوړ کړی او یقناً چې دا اړیکې به دوام پیدا کړي.

خو د ایتوپیا د رژیم اکثراً منتقدین وایي چې امنیت او مصونیت یې د خپلې مدني ازادیو په قیمت تر لاسه کړی او ان دا چې دا امنیت او مصونیت کله نا کله د دوي د بشري حقونو په قیمت تمام شوی دی.

XS
SM
MD
LG