د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: اوباما د ډیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو سره کار ته متعهد دی


سپینه ماڼۍ: اوباما د ډیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو سره کار ته متعهد دی
سپینه ماڼۍ: اوباما د ډیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو سره کار ته متعهد دی

سپېنې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ ووېل براک اوباما دېته متعهد دی چې د کانگرس د جمهوري غوښتونکيو او دېموکراتانو سره په گډه همکاري وکړي او د 2012 په بودیجې باندې روغه جوړه اومصالحه وکړي.

دامرېکا غږ خبرېال ډان رابېنسن وايی داوباما نطآق پر جمهوري غوښتونکو انتقاد وکړچې وایي جمهوررئېس په دې برخه کې په کافي اندازه مشرتوب نه څرگندوي.

دامرېکا د جمهوررئېس په پېنشهادي بودیجه کې د 2012 کال لپاره ، د حکومت په هغو لگښتونو کې چې نسبتا بې ځاېه ښکاري، دېوشمېر پروگرامونو بودیجه کمه کړې. دا ټول کمښت تقرېبا 400 بلېونو ډالرو ته رسېږي. په دې کې زېاتره لگښتونه غېر دفاعي او د صوابدېد پر اساس دی.

اوباما وايي په اوږده مهاله کې به دا بودجه د بل کال لپاره ، ددې لسېزی په نېمایي کې دانتېجه ورکړي چې دهېواد د بودیجې په کسر او پورکې به زېاتوالی رانشي. دامرېکا د بودیجې کسر او ملي پور اوس تر 14 ټرېلېونو زېات دی.

جمهوري غوښتونکي وايي چې په دغه بودیجه کې د کسر بهېر او د مالېې زېاتوالی دوام لري او دا دنوېو کارونو د را پېداکولو بهېر ته تاوان رسوي. جمهوري غوښتونکي پر جمهوررئېس اوباما تور لگوي چې په دې اړه ېې د رېښتوني مشرتوب څرگندونه ونکړله.

جمهوري غوښتونکو د خپلې بودیجې وړاندېز کړېدی او توقع ده چې په اپرېل کې به ېې څرگنده کړي. هغوي وايي چې ددوي بودجه به د اوباما له بودیجې سره ډېر زېات تفاوت ولري.

دهغوی بودجه به د جمهوررئېس له پلان شوې بودیجې سره د 2012 کال لپاره 3.73 ترېلېونه ډالره تفاوت ولري.

د جمهوري غوښتونکو له خوا نه د کانگرس مشر جان بېنر پر اوباما تور ولگاوه چې په دې کی ناکام دی چې د هېواد د مالي ستونزو د اواروولو لپاره په بحث کې مشرتوب وکړي اونوور ته لاره وښي. په دې کې په هغو پروگرامو کې محدودېت راوستل دي چې پر اقتصاد باندی ډېر بار ښکاری.

په دغو پروگرامو نوکې د ډېر لگښت پروگرامونه لکه د روغتېا پروگرام او د ټولنېزو خدماتو پروگرامونه شامل دی. جان بېنر داسي وايي" موږ داختصاصېو په برخه کې معنادارو خبرو ته ضرورت لرو. او جمهوررئېس ته پکارده چې ددی بحث مشرتوب رهنمايی وکړی.هغه ددې لپاره انتخاب شوی چې لارښوونه اومشري وکړی نه دا چی ېوې څنډی ته کرارکېنی. داهم څرگنده ده چې موږ دهغه په خپل دېموکرات گوند کې له مشرانو سره خبرو اترو ته ضرورت لرو. ځکه هغوی له دېنه انکار کوی چې ېوه ستونزه موجوده ده. "

دا چی معناداره بحث به کومه بڼه غوره کړی څرگنده نه ده. براک اوبام په ېوه خبری کنفرنس کې ووېل چې دابحث دهمکاری روحېی ته ضرورت لری. دهرڅه کار دکولو اواجرا لپاره پکارده چې خپلې سېاسی موخې ېوې خواته کېښودل شی. جمهور ریْس براک اوباما داسي وايي" بالاخره موږ ېوه معقول ، مسوولانه، او اصلا ښايي، ېوه خاموشه اومهذب بحث ته ضرورت ولرو چې دا څرگنده کړو چې موږ روغه جوړه کولی شو او ېوکار مخ ته بېولی شو. "

د پنجشنبې په ورځ د جمهوررئېس نطآق جی کارنی داوباما د بودیجې نه دفاع وکړله او هغه ېې ېو فو ق العاده پېشنهاد وباله.

کارنی د جمهوررئېس په عمومي مقصد خبری وکړلې چې هغه غواړي د حکومت د لگښتونو په برخه کې توافق ته ورسېږی خودامهمه ده چې بحث معقول او ارام وي. خو سپېنه ماڼي به دا قبوله نکړي چې د سږکال د بودیجی نه سل بېلونه ډالره کم کړي.

XS
SM
MD
LG