د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما خپل د بودیجې د کمولو پلان وړاندې کړ


اوباما خپل د بودیجې د کمولو پلان وړاندې کړ
اوباما خپل د بودیجې د کمولو پلان وړاندې کړ

دامرېکا جمهور رېس بارک اوباما به نن دامرېکا دملی بودجې د ډېر پراخه کسر دکمولو لپاره د خپل حکومت پلان وړاندی کړئ.

سپېنه ماڼئ وايي چې د بودجې دومره غټ کسر د امریکا اقتصادي وده او ثبات د خطر سره مخامخ کړی دی.

ښاغلي اوباما وعده کړی وه چې دامرېکا د بودجې د کسر او تقرېبا څوارلس سوه زره مېلېارده ډالره ملی پور دکمولو لپاره به خپله بشپړه ستراتېژې زراعلان کړی.

د حکومت ماموران وېې شاېد چې اوباما به دهغو مالي اصلاحاتو په باب خبری وکړی چې ډېری پېسی پری لگېږی او مقصد ېې دادی چې دبی وزلو او متقاعدو امرېکاېانو سره مرسته وشی.

ځېنی راپورونه وېې شاېد چې اوباما به دمالېې موجوده تخفېف له منځ نه ېووسی او د حکومتی عواېدو دزېاتولو په خاطر به په امرېکاېانو باندی مالېه لوړه کړی.

خو دکانگر س رېس جان بېنر وېې چې د جمهوری گوند مشران به دمالېې لوړول ونه منی. هغه زېاته کړه چې دبودجی په باب خبری لا تراوسه پوری پای ته نه دي رسېدلی.

XS
SM
MD
LG