د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: غواړم په بودیجې کې کموالی راولم خو د جمهوري غوښتونکو په خوله نه


اوباما: غواړم په بودیجې کې کموالی راولم خو د جمهوري غوښتونکو په خوله نه

اوباما: غواړم په بودیجې کې کموالی راولم خو د جمهوري غوښتونکو په خوله نه

د امریکا جمهور ریْس بارک اوباما د ملک د پور او ملي بودیجې د کسر د کچې د کمولو پلان وړاندي کړ. دغه پلان به په راتلونکو کلونو کې عملي شي. جمهور ریْس اوباما وايي چې د آمریکا د خلګو مشرکې قربانۍ به د دوي د مشترک سعادتمندۍ سبب شي.

د آمریکا جمهور ریْس بارک اوباما د چارشنبې په ورځ د آمریکا د جورج واشنګټن په پوهنتون کې د خپلې وینا په ترڅ کې هغه پلان معرفي کړ چې په ترڅ کې به یې د آمریکا د بودیجې کسر او د پور سطح راکمه شي.

هغه پر حکومت باندي غږ وکړ چې د خپل کمبلې سره دي یو شان پښي وغزوي او هڅه دي وکړي چې ۱۴ ټریلیونه ډالره پور بیرته ادا کړي.

جمهور ریْس اوباما داسي وویل: ،،زمونږ پور هغې اندازې ته رسیدلی دیْ چې که چیري مونږ خپل په مالي نظام کې نظم برقراره نه کړو، نو کولای شي چې زمونږ ملي اقتصاد ته زیان پېښ کړي،،.

د یادونې وړ ده چې جمهور ریْس په پام کې لري چې تر ۲۰۱۲ کاله پوري د حکومت د بودیجې کسر ۴ ټریلیونه راکم کړي. هغه په پام کې لري چې دا کار د دفاع د وزارت د بودیجې په کمولو، د صحي چارو د لګښتونو په کمولو او د مالیاتو د اصلاحاتو په مرسته وکړي.

جمهور ریْس خپل د وینا په ترڅ کې پر دې هم خبري وکړې چې کوم کارونه به ونکړي. هغه په ولسي جرګه کې د جمهوري غوښتونکي استاځي پال راین پلان په جدي توګه رد کړی چې وايي د هغو ټولنیزو پروګرامونو بودیجه دي راکمه شي چې جمهور ریْس یې پیشنهاد نه دی کړی ترڅو د ملک د بودیجې کسر راکم شي.

دغه راز جمهور ریْس د جمهوري غوښتونکو پر هغې غوښتنې باندي هم نیوکه وکړه چې وايي د نادارو او محسنو کسانو دپاره دي د روغتیايي پروګرامونو نه پیسې راکمې شي.

هغه داسي وویل: ،،مونږ به اصلاحات راولو خو هیڅ کله به هم د دې ملک بنسټیز تعهد چې د پیړیو عنعنه ده د پامه ونه غورځوو.،،

همداشان جمهور ریْس اوباما د جمهوري غوښتونکوهغه غوښتنه هم رد کړه چې وايي د ښوونې او روزنې، پاکې انرژۍ او بنسټیزو پروژو بودیجې دي راکمه شي.

هغه داسي وویل : ،،دا هغه اقدام دی چې په ترڅ کې به یې هغه آمریکا رامنځ ته نشي پر کومې باندي چې زه باور لرم او تاسی باور لریْ. زه فکر کوم چې دا اقدام به زمونږد راتلونکې په باب یو منفي لیدلوریْ ترسیم کړي.،،

د جمهور ریْس اوباما د پلان په ترڅ کې به پر بډایو خلګو باندي د کمو مالیاتو د ورکولو کوم موقتي لایحات چې موجود و، هغه به پای ته ورسېږي. ځکه د جمهور ریْس په آند دا غیر عادلانه کار دیْ خو جمهوري غوښتونکي بیا وايي چې د صحي برخې لګښتونه دي راکم شي.

جمهور ریْس اوباما بیا داسي وايي: ،،دوي غواړي چې زما په شان خلګو ته مالیات دوه ساوه زره ډالره راکښته کړي چې دا به د ۳۳ محسنو کسانو د ۶ زرو اضافي ډالرو په بیه وي چې خپل پر صحت یې مصرفوي. دا مناسب اقدام نه دی او ترڅو چې زه د دې ملک جمهور ریْس یم، دا کار به ونشي.،،

خو جمهوري غوښتونکي استاځي پال راین بیا د جمهور ریْس اوباما د نیوکو په مقابل کې په غوصې سره غبرګون وښود او داسي یې وویل: ،،هغه څه چې نن مونږ واوریدل زمونږ د سر اعلی قوماندان وینا نه وه بلکه یو سیاسي کمپاین و،،.

جمهوري غوښتونکو د مخه لا هر ډول وړاندیزونه چې په ترڅ کې به یې مالیات ډیر شي رد کړي دي.

د یادونې وړ ده چې جمهوري غوښتونکو د تیرکال د نومبر په انتخاباتو کې د پام وړ بریالیتوب تر لاسه کړ او یو لامل یې هم دا و چې دوي ژمنه وکړه چې مالیات به راکښته کړي او فیدارلي حکومت به کوچنیْ کړي.

جمهور ریْس اوباما تیره اونۍ اعلان وکړ چې د ۲۰۱۲ کال دپاره دویم ځلي انتخاباتو ته دریږي. د هغه دا پلان چې غواړي ځیني ټولنیز پروګرامونه راکم کړي، کیدای شي چې د هغه په خپل کوند کې د ځینو لیبرالو د مخالفت سبب شي.

د یاودنې وړ ده چې که چیري تر ۲۰۱۴ کاله پوري د پور اندازه راکمه نشوه نو جمهورر ريْس اوباما د حکومت د مصارفو د محدودولو غوښتنه وکړه. د هغه هدف دا دی چې تر راروانې نیمه لسیزې پوري د آمریکا پور ددغه ملک د اقتصاد یو کوچنۍ برخه تشکیل کړي.

XS
SM
MD
LG