د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا کانگرس د اوباما صحي بیمه فسخه کړه


 جمهور رئیس ټرمپ د جمهوري غوښتونکي گوند د غړو سره په سپینه ماڼۍ کې دغه کامیابي ولمانځله
جمهور رئیس ټرمپ د جمهوري غوښتونکي گوند د غړو سره په سپینه ماڼۍ کې دغه کامیابي ولمانځله

د امریکا کانگرس پرون د پنجشنبې په ورځ د اوباما صحي بیمه فسخه کړه او اوس دغه قانوني مسئوده د حتمي پریکړې لپاره سنا ته مخکې شوه. دا د جمهوري غوښتونکي جمهور رئیس ټرمپ یوه ستره کامیابي بلل کیږي.

دغه صحي بیمه چې د امریکا د پخواني ولسمشر براک اوباما په دورې کې پیل شوه، شل ملیونه امریکایان یې د صحي بیمې خاوندان کړل.

ښاغلي ډانلډ ټرمپ د مارچ په میاشتې کې هم په کانگرس کې د دغې بیمې د فسخ کولو کوښښ وکړ خو گڼ شمیر جمهوري غوښتونکي د هغه سره موافق نشول او د هغه هڅې ناکامه شوی.

جمهوري غوښتونکي د پیل راهیسي د دې بیمې سخت مخالف و او جمهوررئیس ټرمپ په انتخاباتي مبارزې کې ژمنه کړې وه چې دا ناقصه بیمه به ختموي او خلکو ته به د دې نه ښه بدیل ورکړي.

د دی باوجود چې د امریکا په کانگرس او سنا دواړو کې د جمهوري غوښتونکو اکثریت دی خو هغوي د اوباما د بیمې په فسخه کولو کې ډیر احتیاط کاوه ځکه چې هغوي ویره لري چې امریکایي ولس به په دغې پریکړې رضا نه وي او په اینده کې به خلک دوي ته رایی ورنکړي.

د اوباما د صحي بیمې د فسخ کولو د وجې به په امریکا کې شل میلونه کسان د صحي بیمې نه بی برخي شي.

پرون د پنج شنبې په ورځ چې کله د کانگرس غړیو د صحي بیمې د فسخ کولو په هکله رایې ورکړی نو ٢١٧ کسانو یې د فسخ کیدو په پلوی او ٢١٣ کسانو یې په مخالفت کې رایې ورکړي. اوس به په سنا د اوباما صحي بیمې د فسخ کیدو په هکله حتمي پریکړه کوي.

د دیموکرات گوند غړي وایي چې دا یوه ډیره غلطه پریکړه ده او د دی سره به ملیونونه امریکایان صحي بیمې ته د لاس رسي نه محرومه شي.

د رایو د نتیجې نه وروسته د امریکا جمهور رئیس ټرمپ د جمهوري غوښتونکي گوند د غړیو سره په سپینه ماڼۍ کې دغه کامیابي ولمانځله. هغه وویل "ما د دوو کلونو راهیسې د اوباما د صحې بیمې په خلاف مبارزه کوله، او زه چې چیرته هم تللی یم، ما ولیدل خلک د دغې بیمې د لاسه کړیدل. اوس به مونږ په سنا کې هم کامیابه شو."

XS
SM
MD
LG