د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د ایران په اړه له روسیې او چین غوښتنه وکړه


اوباما د ایران په اړه له روسیې او چین غوښتنه وکړه

اوباما د ایران په اړه له روسیې او چین غوښتنه وکړه

خو په امریکا کې جمهوري ریاست ته کاندید، چې د جمهوري غوښتونکي ګوندغړی دی، په ولسمشر اوباما سخت انتقاد وکړ او وې ویل چې امریکا دې د ایران په مقابل کې چې د اتومي پرګرام له کبله ورسره جنجال موجود دی ،سخت اقدام وکړي.

ښاغلی اوباما وایي، د ایران په اتومی پروګرام باندې د روسیې د جمهورریس دیمتری میدویدوف او د چین د جمهورریس هو جن تاو سره پرون د شنبې په ورځ، د هوایي د هانولولو په ښار کې د سیمه ایزې غونډې تر څنګ، جلا جلا غونډو کې وغږیده.

ولسمشر اوباما د ښاغلي میدویدوف سره د غونډې نه وروسته وویل، دوی دواړو بیا په دی امنا وکړه چې د ایران د اتومي فعالیتونو په باره کې یو شان ځواب ولري چې ایران باید خپل بین المللي مسولیتونه په ځای کړي.

د ښاغلي هوجن تاو سره دخبرو نه مخکې جمهورریس اوباما وویل هغه او د چین جمهوریس غواړي چه ډاډه شی چه ایران د بین المللی اصولو او شرایط رعایت کوي.

غربي قدرتونو ایران ته خبرداری ورکړی دی که چیرې د ملګرو ملتونو د اتومی چارو د ادارې په رپوټ کې د هغوی د بیان شوو اندیښنو ځواب و نه وایي نو، نور بندیزونه به ورباندې ولګول شي.

د ملګرو ملتونو رپوټ چې د سه شنبې په ورځ خپور شوی، وایي موثق شواهد شته چې ښیي ایران د اتومي وسلو د جوړولو هلې ځلې کوي.

ایران دغه رپوټ رد کړیدی او په دې تاکید کوي چې اتومی پرګرام یې د سوله ایزو مقاصدو دپاره دی. روسېې او چین وویل د ایران د اتومی جنجال د حل لاره دا نده چې په نور بندیزونه ورباندې ولګول شي.

په هانولولو کې د شنبې د ورځی د خبرو نه وروسته د روسیې او چین جمهور ریسانو، د ایران په باره کې د جمهورریس اوباما سره د خپلو غونډو په هکله نور څه ونه ویل. خو، د امریکا د ملي امنیت سلاکار بن روهدیس وویل دغه درې واړه رهبران په دې برخه کی هم نظره وو چې ایران د اتومي وسلې خاوند نه شي.

ښاغلي اوباما، کوشش کړیدی چې د ملګرو ملتونو په وسیله او د امریکا له خوا د بندیزونو له لارې، په ایران باندې فشار زیات کړي په داسې حال کې چې ټینګار کوي چې د هر اقدام امکان شته، یعنې مقصد نظامي اقدام ته اشاره ده.

جمهوري غوښتونکي چې د راتلونکي کال په انتخاباتو کې یې مقابل ته ودریږي، پرون په تلویزیوني مباحثې کې په دغې ستراتیژۍ انتقاد وکړ او ځنې لا وایي چې باید ډیر سخت اقدامات، یعنې حتی جنګ وشي خو د ایران مخه دې ونیول شي چه ایران د اتومي وسلې خاوند نه شي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د اسیا د ارام سمندر د سیمې د هیوادونو د اقتصادي همکارۍ په کلنۍ غونډه کې د چین د ولسمشر سره د نړیوال اقتصاد د بیرته انډول کولو پر اړیتا خبرې وکړې. ښاغلي اوباما همداشان د روسیې او چین له مشرانو وغوښتل چې د هغو هڅو پلوي وکړي چې ایران خپل اتومي فعالیت ودروي.

XS
SM
MD
LG