د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د کلنټن لپاره کمپاین کوي


په ٢٠٠٨ کې کلنټن د اوباما سیاله وه، خو په عمومي ټاکنو کې یې د هغه لپاره کمپاین وکړ.
په ٢٠٠٨ کې کلنټن د اوباما سیاله وه، خو په عمومي ټاکنو کې یې د هغه لپاره کمپاین وکړ.

د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست دواړه کاندیدان نن د سه شنبې په ورځ جنوبي ایالت شمالي کارولینا ته ځي، خو ځانگړتیا یې دا ده چې جمهور رئیس اوباما هم د کاندیدې هیلري کلنټن د کمپاین په غونډه کې برخه اخلي.

ښاغلی ټرمپ نن ماښام د ایالت په مرکز کې رایلې کې غونډه کوي.

اغلې کلنټن ددې ایالت په یو بل ستر ښار شارلوټ کې غونډه کوي او په لومړي ځل به یې جمهور رئیس اوباما په خوا کې ولاړ وي.

یوازي د کرکټرونو په بدلون سره اته کاله پخوانۍ سناریو تکراریږي. په ٢٠٠٨ کال کې اوباما او کلنټن په گوندي ټاکنو کې سخت سیالان وو. اوباما د گوند کاندید شو او په عمومي ټاکنو کې یې هیلري تر څنگ ولاړه وه.

شیکاگو ٢٠٠٨، د ټاکنو تر گټلو وروسته اوباما خپله سیاله هیلري کلنټن د بهرنیو چرو وزیره کړه.
شیکاگو ٢٠٠٨، د ټاکنو تر گټلو وروسته اوباما خپله سیاله هیلري کلنټن د بهرنیو چرو وزیره کړه.

اوس په ٢٠١٦ کال کې اوباما د کلنټن ملاتړ کوي او هڅه کوي چې په سپینه ماڼۍ کې د دیموکراتانو تگلاره دوام وکړي.

خو ښاغلی ټرمپ د اوباما د پالیسیو سخت مخالف دی. تیره میاشت یې داسي ټویټ کړی و "د متحده ایالاتو په تاریخ کې تر ټولو ضعیف جمهور رئیس، اوس غواړي چې سپینه ماڼۍ نور څلور کلونه د اوباما په څیر وي".

ډونالډ ټرمپ پر دواړو دیموکراتانو، اوباما او کلنټن نیوکه کوي چې د ترهگرۍ په له منځه وړلو کې ناکام دي. په ځانگړې توگه د داعش د ځپلو پالیسي نلري او د اوباما پر کورنیو سیاستونو هم نیوکه لري.

ډونالډ ټرمپ وایي د کلنټن دوره به څلور کاله نور هم د اوباما د دورې غځول وي.
ډونالډ ټرمپ وایي د کلنټن دوره به څلور کاله نور هم د اوباما د دورې غځول وي.

همداشان جمهور رئیس اوباما څو ځلې ویلي دي چې دی فکر نه کوي چې ټرمپ به د متحده ایالاتو جمهور رئیس شي. اوباما د ټرمپ پر هغه وړاندیز سخته نیوکه کړې وه چې گواکې امریکا ته باید د مسلمانانو پر ننوتلو بندیز ولگول شي.

ښاغلی اوباما وایي د ټرمپ دغه وړاندیز په متحده ایالاتو کې د مذهب، رنگ او نژاد د ازادی او براري له اصولو سرغړونه ده.

دواړه هیلري کلنټن او ډونالډ ټرمپ به د روانې میاشتې په پای کې د گوندونو په کنوانسیونونو کې په رسمي ډول کاندیدان اعلان شي. یوه پوښتنه چې دواړه کانیدان یې باید په څو اونیو کې ځواب کړي د خپلو معاونینو انتخاب دی، چې نن سبا د بحث موضوع ده.

XS
SM
MD
LG