د لاس رسي وړ اتصالات

بارک اوباما د افغان امنیتې ځواکونو لخوا په نړیوالو ځواکونو په انفرادي بریدونو اندیښنه ښودلې.


د امریکایي عسکرو د وتلو په اړه د عراق ولس څه وایي
د امریکایي عسکرو د وتلو په اړه د عراق ولس څه وایي

د امریکا جمهور ریس بارک اوباما د هغو انفرادي بریدونو په اړه چې د افغان امنیتی عسکرو لخوا په نړیوالو ځواکونو کیږي اندیښنه ښوولې ده.
د امریکا جمهور ریس اوباما وايي چې افغان امنیتی ځواکونو ته د مسولیتونو د انتقال یوه برخه دا ده چې موږ هغوی په موثره توګه وروزو. زموږ ځواکونه د افغان ځواکونو سره په دوامداره توګه په تماس کې دي. او هغه څه چې موږ یې باید وکړو، هغه دا دی چې موږ باید دا یقیني کړو چې دغه ماډل کار کوي، او زموږ کسانو ته خطر نه متوجه کوي.


جمهور ریس اوباما دغه خبرې د دوشنبې په ورځ په یوه خبرې کنفرانس کې وکړي. هغه وویل چې د امریکا د پوځ د مشرانو سره، چې په افغانستان کې د ایتلاف او افغان پوځي مشرانو سره ګوري خبرې کړي دي.
په تیرو دوو اوونیو کې په هغه انفرادي بریدونو کې چې د افغان عسکرو لخوا په نړیوالو ځواکونو شوي ۱۰ نړیوال ځواکونه وژل شوي دي.
د سږ کال د پيل نه تر اوسه پورې په دغه ډول بریدونو کې د ایتلاف ۳۹ عسکر وژل شوي دي. طالبان وايی چې دوي د افغان امنیتي ځواکونو په لېکو کې نفوذ کړي دی او دغه ډول بریدونه یې د جګړې د ستراتیژی لویه برخه ده.
XS
SM
MD
LG