د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د کانګریس د دواړو ګوندونو نه د ګډ کار غوښتنه کړیده


اوباما د کانګریس د دواړو ګوندونو نه د ګډ کار غوښتنه کړیده
اوباما د کانګریس د دواړو ګوندونو نه د ګډ کار غوښتنه کړیده

د امریکا جمهوررئیس براک اوباما ددیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو نه غوښتي دي چي د اقتصاد د بیا ښه کیدو او د حکومت د لګښتونو په کمولو کي په ګډه کار وکړي.

کله چي جمهوري غوښتونکو په وروستیو انتخاباتو کي د ولسي جرګې د پاره زیاتی چوکۍ وګټلې او ددغي جرګې کنټرول یې ترلاسه کړ او همداراز یې د مشرانو په جرګه کي هم څو زیاتي چوکۍ وګټلې، تر هغه را وروسته ښاغلي اوباما په خپله لومړنۍ وینا کي وویل چي دی به ددواړو ګوندونو د مشرانو سره کښینی او په دې باب به بحثونه ورسره وکړي چي هیواد څنګه پرمخ لاړ شي.

هغه وویل چي دواړه ګوندونه ددې سره موافقه لري چي منځنۍ طبقه دي تقویه شي او مالیات دي کم شي. مګر هغه وویل چي د شتمنو او پانګه والو امریکایانو د پاره چی د نفوسو دوه فیصده تشکیلوي، د مالیاتو کمول به ددې معنی ولري چی دا ملک نور هم په پورونو کي غرق شي.

د جمهوري غوښتونکو له خوا ( مارکو ربیو ) چي د فلوریډا نه د سناتور په توګه انتخاب سوی دی، په جوابیه وینا کي وویل چي دی د هر هغه ډول معاملې مخالف دی چي د ټولو خلکو مالیات نه کموي.

XS
SM
MD
LG