د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: ګانګرس دي داسي مقررات وضع کړي چې په سیاست کې د پیسو کارونه ونشي


اوباما: ګانګرس دي داسي مقررات وضع کړي چې په سیاست کې د پیسو کارونه ونشي
اوباما: ګانګرس دي داسي مقررات وضع کړي چې په سیاست کې د پیسو کارونه ونشي

د امریکا جمهوررئیس براک اوباما د کانگرس د غړو نه غوښتي دي چي د کارونو په ترسره کولو کي دي خنډونه نه اچوي او داسي مقررات دي وضع کړي چی په سیاست کي د پیسو د کارولو مخنیوی وشي.

ښاغلي اوباما نن د شنبې په ورځ په خپله هفته ایزه وینا کي وویل چي د امریکا د کانگرس غړي په ده باندي دا انتقادونه کوي چي د کارونو د اجراکولو مخه نیسي او د قاضیانو او د حکومتي لوړپوړو چارواکو په ټاکلو کي پلمې بهانې کوي. هغه وویل چی د امریکا د خلکو په مقابل کي دا نه ښایي چي « د هغوي چاري او کارونه دي پرمخ لاړ نه شي او لوبي دي ورسره وشي » او هغه د کانگرس نه وغوښتل چي داسي مقررات منظور کړي چي هر څوک چي کومي دندي ته نومول شوی وي نو هغه دي په ٩٠ ورځو کي مثبت یا منفي جواب تر لاسه کړي.

ښاغلي اوباما دداسي قانون منظوریدل هم وغوښتل چي هغه مامورین چي په انتخاباتو کي دریږي باید په هغو صنایعو او شرکتونو کي اسهام ونه لري چي د هغوي پر انتخاباتو باندي تاثیر اچوي.

جمهوررئیس وویل چي اوس ددې وخت رارسیدلی دی چی مشران په واشنگټن کي هغو مسالو ته پام واړوي چي په ریشتیا هم ډیري مهمي او مؤثري دي لکه د اقتصاد بیا رغونه.

XS
SM
MD
LG