د لاس رسي وړ اتصالات

د مهاجرت په اړه د اوباما او د مرکزي امریکا د مشرانو خبرې


 براک اوباما د السلوادور، گواتیمالا او هاندوراس د ولسمشرانو سره په سپینه ماڼۍ کي د لیدو پرمهال
براک اوباما د السلوادور، گواتیمالا او هاندوراس د ولسمشرانو سره په سپینه ماڼۍ کي د لیدو پرمهال

د امریکا جمهوررئیس براک اوباما د السلوادور، گواتیمالا او هاندوراس جمهورو رئیسانو ته په سپینه ماڼۍ کي بلنه ورکړې ده چي د هغو مخ په زیاتیدونکو ماشومو مهاجرو په اړه خبري وکړي چي د امریکا متحده ایالاتو ته را اوړي.

امریکایي چارواکي د مرکزي امریکا د مشرانو نه دا غوښتني کوي چي د هغو مهاجرو د بهیرونو په بندولو کي ډیر څه وکړي چي د مکسیکو د سرحد نه متحده ایالاتو ته را اوړي.

د گواتیمالا او هاندوراس جمهورو رئیسانو د پنجشنبې په ورځ د امریکا د کانگرس د غړو سره وکتل. د هاندوراس جمهوررئیس د آستاځو د مجلس د دیموکرات مشري ( نانسي پلوسي) سره د خبرو په وخت وویل چي د مهاجرو د دې بحران وجه په مرکزي امریکا کي جنایتونه، خواري او مسکیني او همدا راز د امریکا د متحده ایالاتو د عدلي سیسټم ناکامي ده.

د اکتوبر د میاشتي را پدې خوا څه د پاسه ٥٧ زره ماشومان چي نور هیڅوک ورسره نه وو او زیاتره یې د السلوادور، گواتیمالا او هاندوراس وو، د متحده ایالاتو په جنوبي سرحد کي نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG