د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما وایي د مشرانو جرګه به مالي اصلاحات منظور کړي


د امریکا جمهوررئیس براک اوباما پرون د سه شنبې په ورځ وویل چی دی د مشرانو په جرگه کي کافي شمېر طرفداران لري چی د مالي اصلاحاتو لایحه یې منظوره کړي.

جمهوررئیس اوباما وویل چی د مشرانو په جرگه کي د یموکراتان اوس د ضرورت وړ ٦٠ رایي لري چی د امریکا لوی مالي کمپنۍ دې ته مجبوري کړي چی د خپل کاروبار او تجارت په چارو کي خپله لاره بدله کړي.

" درې جمهوري غوښتونکي سناتوران د خپلو سیاسي او گوندي دریځونو نه تیر شول او د اصلاحاتو دد غي لایحې ملاتړ یې وکړ، چی زه د هغوي ددې پریکړي او همداراز د ټولو هغو دیموکراتانو نه مننه کوم چی د دغي لایحې د منظوریدو د پاره یې سخت کار کړی دی. "

ښاغلي اوباما وویل چی دغه قانون به د مالي فعالیتونو د مرکز( وال سټریټ) د مقرراتو په تقویه کولو سره د بل مالي بحران د راپیدا کیدو مخنیوی وکړي. دداسي کمزورو مقرراتو په وجه په ٢٠٠٨ کال کي مالي بحران راپیدا سو چی په ټوله نړۍ کی یې اقتصادي رکود منځ ته راوړ.

جمهوري غوښتونکو سناتورانو ( اولمپیا سنو )، ( سوزان کالینز ) او

( سکاټ براون ) او همداراز محافظه کاره دیموکرات سناتور ( بن نیلسن ) چی مخکي یې ددې لایحې په باب اندېښنه ښودلې وه، اوس د هغې ملاتړ اعلان کړ.

جمهوررئیس اوباما دغه راز په سپینه ماڼۍ کي خپل د بودیجې نومول شوی نوی عمومي رئیس ( جېکوب لو ) خبریالانو ته معرفي کړ.

هغه همدا اوس د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو مرستیال دی چی پخوا د جمهوررئیس کلینټن د جمهوري ریاست په دوره کي هم د بودجې عمومي رئیس و.

" جېک لو د جمهوررئیس کلینټن په دوره کي له کلونو بودجوي کسراتو نه وروسته د فیډرالي بودجې د پرتلې او توازن سره مرسته کړې ده او که داسي کوم ځای وي چی هلته د بودجې د رئیسانو د لوړ نوم او شهرت اعلان کیږي، نو هغه ته به خامخا داسي مقام ورکړه سوی وای. "

که ( جېکوب لو ) دغي چوکۍ ته چی د کابینې په سویه ده د مشرانو د جرگې له خوا منظور سي، نو هغه به ددې مالي کال په لومړنیو درو میاشتو کي د یو ټریلیون ډالرو د بودجې د کسراتو سره مخامخ وي او نور کسرات به لا هم ورته گوري.

ښاغلي اوباما وویل چی دده د بودجې ددغه نوي عمومي رئیس په مخکي به ترټولو اولیت دغي نیمگړتیا ته پاملرنه وي.

" په څو راتلونکو کلونو کي به ( جېک ) ډیر مهم مسئولیت دا وي چی هغه د بودجې ددغو کسراتوپه کمولو او په مالي چارو کي سمي لاري ته د ملت د بیرته راستنیدو د پاره د خپل فوق العاده مهارت او تجربې نه کارواخلي، او زه دې هدف ته په رسیدو کي د هغه په قابلیت باندي پخه عقیده لرم. "

( جېک لو )به د بودجې د عمومي رئیس ( پیټر اورزاگ ) په ځای چی په همدې میاشت کي یې استعفی وکړه، راسي.

جمهوررئیس اوباما دا اعلان په داسي حال کي وکړ چی د خلکو د نظر معلومولو په سروې گانو کي په هغه باندي د باور سطح تر بل هر وخت ډیره ټیټه سوه.

په دې سروې گانو کي چی د واشنگټن پوسټ د ورځپاڼي او د ( اې بي سي ) د تلویزیون له خوا شوي، ښودل شوي دي چی په سلو کي تقریبا ٦٠ امریکایانو چی رایي یې ورکړي ویلي دي چی دوی د ملت په لارښودنه کي د ښاغلي اوباما په قابلیت باندي خپل باور له لاسه ورکړی دی. په سروې گانو کی دا هم ښودل شوی دي چی په سلو کی یوازي ۴٣ تنو د امریکا په اقتصادي چارو کي د ښاغلي اوباما د لارښودني قابلیت تایید کړی دی.

XS
SM
MD
LG