د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما وایي په مصر کې به پخوانی حالت بیرته رانشي


اوباما وایي په مصر کې به پخوانی حالت بیرته رانشي

د امریکا جمهور رئیس براک اوباما وایي فکرکوي چې په مصرکی به بیرته هغه حالت را نه شی لکه په تیره میاشت کې د ډیموکراسۍ د طرفدارانو د مظاهرو د پیل کیدو نه مخکې چې وه.

جمهور رئیس اوباما، پرون د فاکس تلویزیون سره په مرکه کې وویل ، باور لري چې په مصرکی به د یو منظم سیاسي انتقال په نتیجه کی د ولس نماینده حکومت جوړشی، چې د امریکا سره به انډیوالي ولرلی شي.

د حکومت ضد مصري مبارزین، دوه هفتې وشوې چې د څوښارونو په لارو کوڅو کی مظاهری کوي ، او د جمهور رئیس حسنې مبارک استعفی او د هغه د دیرش کلنې واکمنۍ ختمیدل غواړي. ښاغلي مبارک په ځواب کی دا دژمنه وکړه چې د سپتمبر په میاشتی کی د شپږم دور جمهوری ریاست ته به ځان کاندید نکړي.

جمهور رئیس اوباما وویل امریکا دا نشي ویلی چې څومره ژر به ښاغلی مبارک استعفی وکړي. خو د امریکا جمهورریس خپل دا نظر بیا بیان کړ چې جمهورریس حسنی مبارک باید همدا اوس انتقالي دورپیل کړي.

ښاغلي اوباما همدغه راز یوه نوي حکومت ته د چارو په انتقال کی د اخوان المسلمین رول چندان مهم و نه ښوده ، وی ویل چې دغه اسلامي تحریک د مصرد ډیرو سیاسي ډلو نه یوه ډله ده او د اکثریت ملاتړ نلری.

اخوان المسلمین، د مصر یوډیر منظم مخالف ګروپ دی.

ښاغلی اوباما، دا خبره وکړه چه ددی ډلی ځنی مفکوری د امرېکا ضد دی.

XS
SM
MD
LG