د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: کوچنی اختر مو مبارک شه


د امریکا ولسمشر بارک اوباما د واړه اختر په مناسبت پخپله وینا کې وویل چې هغه او میشل د امریکا او د درستی نړۍ مسلمانانو ته ددغو نیک مرغو ورځو له کبله گرمې هیلی څرگندوي او ټولو ته مبارکی وايي.

د مسلمانانو لپاره د روژی مبارکه میاشت د عبادت اود روحي تقویې میاشت ده . دغه تیرې څلور هفتې د بې وزلو سره د مرستې او د هغو مسؤلیتونو د یادونی وخت و چې د ټولو ادیانو خلک يي د یوبل په مقابل کې لري.

اختر په امریکا کې یو حقیقت دی. د مسلمانان او عیسویان په شمول ټولې عقیدوی ټولنی زموږ ملي ژوند غني کوي ، زموږ ډیموکراسۍ تقویه کوي او د مذهبي آزادۍ په شمول زموږ آزادۍ لازیاتې پیاوړي کوي. همدا علت دی چې موږ په امریکا او په درسته نړۍ کې د ټولو عقائدو د خلکو په څنگ کې ولاړ یوو هغه خلګ چې جهانی حقوق ژغوری او تقویه کوي.

موږ دامریکا دخلکو په استاځیتوب د امریکا مسلمانانو او د درستی نړۍ مسلمانانو ته د واړه اختر مبارکي وایو. اختر مو مبارک شه .
XS
SM
MD
LG