د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د تروریزم او اداري فساد پرضد د کینیا ملاتړ وکړ


ښاغلي اوباما د شنبې په ورځ په نایروبي کې د کینیا د جمهوررئیس اوهورو کینیاتا سره په یوه گډ خبري کنفرانس ته د وینا کوي
ښاغلي اوباما د شنبې په ورځ په نایروبي کې د کینیا د جمهوررئیس اوهورو کینیاتا سره په یوه گډ خبري کنفرانس ته د وینا کوي

ښاغلي اوباما د شنبې په ورځ په نایروبي کې د کینیا د جمهوررئیس اوهورو کینیاتا سره په یوه گډ خبري کنفرانس کې وویل چې د امریکا د متحده ایالاتو او کینیا تر منځ د تروریزم ضد چارو کې، په خاصه توگه د الشباب د ډلی د یاغیانو په مقابل کې، مؤثره او پراخه همکاري موجوده ده.

ښاغلي اوباما دغه راز د کینیا نه مننه وکړه چې په سلگونو زره مهاجرینو ته یې چې په سومالیا کې د شخړو او جگړو له لاسه تښتیدلي او بې ځایه شوي دي، پناه ورکړې ده.

د کینیا جمهوررئیس وویل چې کینیا او د امریکا متحده ایالات دې ته ضرورت لري چې ډیره نژدې همکاري سره وکړي چې په سومالیا کې ثبات راولي او د حکومت سره یې مرسته وکړي چې د الشباب له خوا نیول سوي سیمي بیرته لاسته راوړي. الشباب په کینیا کې هم څو مرگانۍ حملې کړي دي.

اوباما خپلي میریزۍ خور اومه اوباما سره د کینیاټا په هوایی ډگر کې ملاقات وکړ
اوباما خپلي میریزۍ خور اومه اوباما سره د کینیاټا په هوایی ډگر کې ملاقات وکړ

په داسي حال کې چې د کینیا هوایی ځواک موزیک ږغوی د امریکا ولسمشر براک اوباما په نیروبي کې د ولسمشری ماڼی ته راورسیدي ، او د کینیا د جمهوررئیس ( اوهورو کینیاتا) سره یی د خبرو د ایجنډا د سر موضوع د تروریزم په ضد جگړه ده.

ښاغلی اوباما د کینیا د جمهوریس سره د ملاقات ورسته په گډ خبری کانفرنس کې د کینیا د خلگو حوصله وستایله، چې د الشباب ډلی د گریسه په کالج باندی برید او ویسټ گیټ په مارکیټ باندی د بریدونو ورسته ښکاره کړه. هغه د هغی موافقی پلان د لاسلیکولو اعلان هم وکړ چې له مخی به د کینیا پولیس، عدلیه او سرحدی امنیتې ځواکونه د اسلامي سخت دریځي ډلی پر ضد په جنگ کې پیاوړي کړی.

اوباما وویل، ،،موږ په سیسټاماټیک ډول د الشباب تر ولکې لاندی سیمي بیرته نیولی، او موږ دغه راز په صومالیه کې هم د هغوی کنټرول راکم کړی او هغه شبکې مو چې دلته او په ختیځی افریقا کی عملیات کوي کمزوري کړی دي. خو دا ددی معنا نه لری چی مسله حل شوي ده،،.

د کینیا جمهوررئیس وویل چې کینیا او د امریکا متحده ایالات دې ته ضرورت لري چې ډیره نژدې همکاري سره وکړي چې په سومالیا کې ثبات راولي
د کینیا جمهوررئیس وویل چې کینیا او د امریکا متحده ایالات دې ته ضرورت لري چې ډیره نژدې همکاري سره وکړي چې په سومالیا کې ثبات راولي

ښاغلي اوباما د کینیا د ولسمشر سره په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې د ترویزم په ځواب کې په غیرعادلانه ډول یوه ټولنه هدف گرځول او یا د هغوی آزادی ځپلو په اړه هم خبرداری ورکړ،او وویل چی په دی ډول یوه ټولنی جلاوالې کرکه اوسخت دریځي ته لاره هواره وي.
د بشری حقونو ډلو دکینیا امنیتې ځواکونه د ترویزم پر ضد دعملیاتو پر وخت په ناسم چلنداو ظلم تورن کړی او بل دا چې د کینیا مسلمانان او د صومالیی نفوس په نښه کوي.

د بشری حقونو په مسلې جمهوریس کنیاتا دا ومنله چې د ترویزم ضد په جنگ کې تغیرات راغلی دی.هغه وویل ،،دا جنگ زموږ د موجودیت دپاره دی. او دا هغه څه دی چې مخکی موږ ورسره اشنا نه وو. کینیا همیش یو داسی هیواد پاته شوي دی چې د مختلېفو مذهبونو درناوی یی کړی. د ترویزم مسله زموږ دپاره نوي ده او اوس مهال موږ په هر گام کې زده کړی تري کوو،،.

ښاغلې کنیاتا واېې، د هغه حکومت د اصلاحاتوکار کوي،او په هغو ټولنو کې پانگه اچونه کوې چې بی برخه پاته شوي دی. هغه ددی ژمنه هم وکړه چې د فساد د ختمولو دپاره به هڅي جاری ساتې، او دا هغه هڅی دی چې د امریکا ولسمشر لخوا هم وستایل شوې او ملاتړ یې وشو.

،،دایقینا ډیر صیحح کار دی چې جمهوریس ورباندی ټینگار کوي، او څنگه چې ما په خپل ملاقات کې ورسره په دی مسله خبری وکړی،دا کیداسي د کینیا د چټک پرمختگ په لاره کې تر ټولو لوي خنډ وي،،.

په داسي حال کې د غو دواړو مشرانو د ترویزم او د فساد پرضد د پیوستون او همکاري ژمنه وکړه خو د همجنس پرستانو د حقوقو په مسلې یې مختلیف نظرونه درلودل.

جمهوریس کنیاتا وویل، د امریکا د متحده ایلاتو او کینیا تر منځ ډیر ارزښتونه شریک دي، خو د همجنس پرستې موضوع نه ده پکشې شامله.

،،د کینیا د خلکو دپاره د همجنسپرستانومسله اصلا کومه مسله نه ده،،.

دهغه دا تبصره د براک اوباما د نظر سره ډیره جلا وه، اوباما وویل

،،زه په ټولې افریقا کې په دې مسلې باندی ثابت قدمه پاته شوي یم، زه په دی اصولو باورلرم چې د خلگو دپاره باید قوانین یو شان وي او دوی قانونی حق لری چې د برابرۍ په بنسټ یی خوندیتوب وشي او دولت باید د هغوي د جنس دخوښي په اړه د دوی سره تبعیض ونکړی،،.

ښاغلې اوباما وویل چې کیداي سي خلک مختلفي کلتوري او مذهیبې عقیدی ولری خو دولت باید د هغوی سره جلا جلا برخورد ونکړي.

XS
SM
MD
LG