د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما وايي د جي ـ٢٠ غونډه به دا ځل مهمه فیصله وکړي


اوباما وايي د جي ـ٢٠ غونډه به دا ځل مهمه فیصله وکړي
اوباما وايي د جي ـ٢٠ غونډه به دا ځل مهمه فیصله وکړي

جمهورریس اوباما وایی ، توقع لری چه د نړی د شلو غټو اقتصادی هیوادونو مشران په داسی اقداماتو موافقه وکړی چه د اقتصادی توازون او انکشاف ادامه اطمینانی شی.

د شلوغټو اقتصادی هیوادونو مشرانو د تجارتی بی انډولی په باره کی د ډیرو ناندریو ، نه وروسته، نن په سیول کی دوه ورځنی عالی غونډه پیل کړه. ددی تجارتی بی انډولی په نتیجه کی په جرمنی او چین کی اقتصادی مازاد لوړ شو، خو په امریکا کی یی غټ اقتصادی کسر منځ ته راوړ.

جمهورریس اوباما د جنوبی کوریا د جمهورریس لی مان باک سره په سیول کی په خبری کنفرانس کی وویل، هیله لری چه دغه عالی غونډه به داسی یو مکانیزم جوړ کړی چه د اقتصادی ودی اندازه او د اقتصادی سیستم توازون پری وساتل شی.

چین او نور هیوادونه همدغه راز تورلگوی چه د امریکا د اقتصاد د بیرته رغوونی لپاره دا وروستیی اقدامات به ددوی په هیوادونو کی اقتصادی بحران یا انفلاسیون پیدا کړی.

خو ښاغلی اوباما وویل چه هغه خپلو سلاکارانو ته ویلی دی چه هره ورځ دی ټکی ته زیاته پاملرنه وکړی چه څنگه د امریکا اقتصاد ښه شی.

XS
SM
MD
LG