د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د غزي او اوکراین په اړه د خپلو پالیسو دفاع وکړه

  • خلیل بړیڅی

ولمسشر اوباما په سپني ماڼي کي د خبري کانفرنس په مهال

ولمسشر اوباما په سپني ماڼي کي د خبري کانفرنس په مهال

که څه هم د امریکا ولسمشر په دی اونۍ کې په غزې او اوکراین کې د جنگ دبندولو دپاره ډپیلوماټیکي هڅې وکړې خو داسي هیڅ کومه نښه نه لیدل یږي چې جگړه دې ختمه شي.

خو د امریکا ولسمشر براک اوباما ددی دواړو جگړو په اړه د خپلي پالیسي دفاع کړي ده.

د امریکا غږ خبریال لویس رامیز د سپني ماڼي څخه په خپل راپور کي واېې چې

په سپني ماڼي کې نن د امریکا ولسمشر براک اوباما په دې هیله خبرو ته حاضر شو چې زیات تمرکز به ېي امریکایانو ته د کارونو د پیداکیدو په شمیر چي کوم زیاتوالي راغلي په اړه ېې خبري وکړي، خو له هغه څخه زیاتره سوالونه په غزې کې د اوربند او په اوکراین کې د روسيې د لاسوهني په بندولو کې د امریکا د ډپیلوماټیکي هڅو د ناکامۍ په اړه وې.

په داسې حال کې چې په اوکراین کې جگړه زیاته شوي، روسیې د اوکراین سرحد ته نږدې خپل د ځواکونو په شمیر کې زیاتولو ته ادامه ورکړې.

په غزې کې د امریکا په مرسته شوی اوربند د اعلان لږ وخت وروسته هغه مهال مات شو چي دوه اسرائیلي سرتیري ووژل شول او دریم یې یرغمل ونیول شو.

ښاغلي اوباما وویل د جنگ بندول به یو ډیر سخت کار وي " زما په فکر دا به ډیر گرانه وي چي بیا اوربند وشي، تر څو چي اسرایلیانو او نړیوالې ټولني ددی باور نه وی ترلاسه کړی چې حماس به د اوربند ژمني پوره کړي."

د حماس او اسرائیل ترمنځ اوربند

د امریکا ولسمشر براک اوباما ویلي دي چي حماس باید سمدستي او له قید او شرطه پرته هغه اسرائیلي عسکر خوشي کړي چي پرون د جمعې په ورځ د حماس مبارزینو نیولی دی.

هغه وویل چې که اسرائیل او نړۍ واله ټولنه په دې باور ونه لري چې حماس دې د حملو په بندولو کې خپلې وعدې پرځای کړي، نو دابه ډیره سخته وي چې اوربند دې بیرته نافذ کړای شي.

ښاغلي اوباما دا په تکرار وویل چي اسرائیل دا حق لري چې د حماس د راکټي حملو دفاع وکړي، مگر هغه د فلسطین د ملکي وگړو وژل زړه دردونکي وبلل او ویې ویل چې د هغوی د ساتنې او حفاظت لپاره باید هرڅه وشي.

د هغه ٧٢ ساعته اوربند د اعلان نه فقط ٩٠ دقیقې تیرې شوي وې چي اسرائیلو وویل یو ځانمرگه بم چونکي د اسرائیلو په عسکرو باندي چي رفاه ته نژدې یې تونلونه نړول، حمله وکړه.

اسرائیل وایي چي په دې حمله کې یې دوه عسکر وژل شوي او دریم یې تښتول شوی دی.

خو د حماس یو ویاند نه دا تایید کړې او نه یې رد کړې ده چي د حماس مبارزینو دغه سرتیری نیولی دی.

د اوکراین کړکیچ او د روسیې سره اړیکې

کله چي یوه خبریال د ولسمشر اوباما سره پوښتنه وکړه چې ایا ده خو په نړۍ کې خپل اغیز د لاسه نه دی ورکړي، نو اوباما وویل، د امریکا ډپیلوماټیکي هڅي به وخت واخلي او د هغه ددی خبري اشاره روسيې ته وه چي د اوکراین بحران د حلولو دپاره په روسيې باندی فشار په زیاتولو کې پرمختگ شوی دی.

اروپاېې هیوادونو په دی اونۍ کې د اوباما سره لاس یو کړ چې د روسيې په مهمو سیکټورونو نوي سخت بندیزونه ولگوي او دا هغه څه دي چې امریکا ېې د څو میاشتو راهیسي خبرداری ورکوي.

ښاغلي اوباما وویل "موږ دا کړی چې په روسیي مو د بندیزونو د لارې د پام وړ فشار اچولی، هغوی باید او ولسمشر پوتین باید وغواړي چې دغه مسله په ډپلوماټیکي توگه حل کړي چي دغه بندیزونه لیری کړل شي چي اقتصاد یی یو وار بیا پر مخ وده وکړي او د اوکراین سره ښې اړیکې ولري، خو ځیني وخت خلک منطقي کارونه نه کوي."

اوباما وویل، هغه د تیري جمعې په ورځ ښاغلي پوتین ته ټیليفون وکړ او په اوکراین کې د روسیي پلوو جدایې غوښتونکو ته د روسیې مخ په زیاتیدونکي ملاتړ په اړه ېې ورسره خپلي ژوري اندیښنې شریکي کړې.

اوباما زیاته کړه چې هغه د روسیي ولسمشر ته وویل چې دی ډیپلوماټیک حل ته لیواله دی او دواړه په دې قانع شول چې د یو بل سره به د ارتباط ساتلو لارې خلاصي وساتي.

XS
SM
MD
LG