د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما:عرب ملگري د منځني ختیځ د ثبات لپاره همکار دي


ټاکل شوې ده چې جمهور رئیس اوباما له غوڼډې وروسته لندن ته سفر وکړي او د بریتانیې له صدر اعظم سره وگوري
ټاکل شوې ده چې جمهور رئیس اوباما له غوڼډې وروسته لندن ته سفر وکړي او د بریتانیې له صدر اعظم سره وگوري

د متحده ایالتونو جمهور رئیس بارک اوباما وایي چې د فارس په خلیج کې د امریکا ملگري هیوادونه، د داعش ډلې پرضد په جگړه کې او په سیمه او سوریه کې د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې ورسره همکار دي.

ښاغلي اوباما دا خبرې نن د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې د خلیج د همکارۍ شورا په یوه سرمشریزه غوڼډه کې وکړې.

په دې یوه ورځنۍ غوڼډه کې، گډوانوالو په سوریه، یمن، عراق او لیبیا کې د سیاسي گډوډیو او روان تاوتریخوالي سربیره د داعش او القاعده ډلو پر وړاندې د چټکې مبارزې پر څرنگوالي او په سیمه کې د ایران د بی ثباته کوونکو کړونو په اړه هم خبرې وکړې.

د متحده ایالتونو د جمهور رئیس زیاته کړه چې د خلیج د همکارۍ شورا غړي هیوادونو، د لیبیا د ملي وحدت له نوي حکومت سره پر همکارۍ هم مؤافقه وکړه.

دا یوه ورځنۍ غوڼډه نن پداسې حآل کې وشوه چې پدې وروستیو کې د واشنگټن او ریاض برمنځ په اړیکو کې یو څه ستونزې راولاړې شوي دي او علت یې له ایران سره د وروستۍ اټمي موافقې په اړه د سعودي عربستان اندیښنې او د متحده ایالتونو لخوا پر ریاض دا نیوکې چې گواکي د داعش ډلې پر ضد جگړه کې ډیره لږ مرسته کوي.

خو له غوڼډې یوه ورځ وړاندې، جمهور رئیس اوباما د سعودی عربستان له پاچا سلمان بن عبدالعزیز سره په یوه کتنه کې، په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د را کمولو لپاره د گډې هلې ځلې پر اهمیت مؤافقه وکړه.

د دواړو مشرانو ترمنځ دا هوکړه پداسې حال کې وشوه چې د متحده ایالتونو د دفاع وزیر اشتن کارتر هم پرون د خلیج د همکارۍ شورا له عمومي منشي جنرال عبدالطیف الزایاني سره په یو گډ خبري کنفراس کې وویل چې هیواد یې د خلیج د عربي هیوادنو د امنیتی اندیښنو د کمولو په موخه، د دغو هیوادونو د پوځي او امنیتي ظرفیتونو په پیاوړي کولو کې مرسته کړې ده.

د ښاغلي کارتر په وینا "امریکا د خلیج د همکارۍ شورا له غړو هیوادونو سره د ضروري دفاعي تجهیزاتو په برابرولو کې مهم گامونه اخیستي دي او د تیرې مې میاشتې راهیسې د څه د پاسه ٣٣ میلیارد ډالرو په ارزښت، ٦٦ زره رهبري شوي وسلې مو ورکړي چې د داعش سره د مبارزې په څیر د خلیج د همکارۍ شورا د عاجلو عملیاتي اړتیاو په برخه کې مرسته وکړي."

له غوڼډې وروسته جمهور رئیس اوباما لندن ته ځي او د بریتانیې له صدراعظم ډیود کامرون سره به د ترهگرۍ پرضد د جگړې، په اروپا کې د پناه غوښتونکو بحران او د نړیوال اقتصاد ترڅنگ پر یو شمیر نورو مسئلو هم خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG