د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د ګوانتنامو د تړلو کوښښونه بیا پیل کړي


د امریکا ولسمشر بارک بیا خپلې هلې ځلې پیل کړي دي چې په کیوبا کې د ګوانتنامو زندان وتړي خو اوس هم داخلي مخالفتونه او ځیني پیچلي موضوګانې چې دغه بندیان به چیري ساتل کېږي، د ولسمشر اوباما د هلو ځلو مخنیوی کوي.


آمریکا په دغه زندان کې د ۲۰۰۲ کال راهیسي بندیان ساتي خو د پنجشنبې په ورځ یې د ملي امنیت په تړاو په یوې غټې وینا کې وویل چې د ګوانتنامو زندان چې اوس په کښي ۱۶۶ بندیان ساتل کېږي، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د امریکا حیثیت ته صدمه واردوي. ښاغلي اوباما داسي وویل:،،هغه دلیل چې د ګوانتنامو زندان ځکه پرانیستل شوی دی چې بندیان ونشي کړای چې د خپل بند په ضد احتجاج وکړي، پنځه کاله مخکي د امریکا د اساسي قانون خلاف کاروګڼل شو. په عین حال کې ګوانتنامو زندان اوس په نړۍ کې په یوه داسي سمبول باندي بدل شوی دی چې امریکا د قانون حاکمیت تر پښو لاندي کوي.،،

د دې سره سره اوس هم په امریکا کې سوې سرویګانې ښيي چې رای ورکونکي د ګوانتنامو د زندان د پاته کېدو سره موافقت لري. په تیرو څو کلونو کې په امریکا کې څو ټولنو آمریکا ته د ګوانتنامو د بندیانو د انتقال سره مخالفت څرګند کړی دی. د امریکا د کانګرس غړي هم د یادشوې بندیخانې په هکله بیلابیل نظرونه لري او د هغو هڅو مخه یې نیولې چې یاخو دي دغه بندیان دریم هیواد ته انتقال کړل شي یا دي امریکا ته د محاکمې دپاره انتقال شي.
XS
SM
MD
LG