د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس اوباما اوس هم پر خلکو گران دی


سره له دې چې په آمریکا کې د جمهور ریْس اوباما محبوبیت ښايي د ستونزو سره مخامخ وي خو د نړۍ په ۲۲ ملکونو کې د ۲۴ زرو خلګو نه سروي ښيي چې جمهور ریْس اوباما اوس هم ډیر محبوبیت لري.

اندریو کوهټ په واشنګټن کې د پیو په نامه د تحقیقاتي مرکز د یوې څانګې رئیس دی.

هغه داسي وايي: "زمونږ اوسنی عنوان دا دی چې جمهور ریْس اوباما سره له دې چې د آمریکا په متحده ایالاتو کې یې د وظیفوي لحاظه شهرت نسباْ کم شوی دی، اوس هم د نړۍ په بیلابیلو ملکونو کې د شهرت خاوند دی. د هغه شهرت او نوم اوس هم د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د آمریکا شهرت ته ګټه رسوي. په ۲۰۱۰ کال کې د آمریکا په هکله د نړۍ د خلګو نظریات د جمهور رئیس بوش د دورې په پرتله ډیر مثبت دي. یوه سروې چې پروسږکال وشوه ښيي چې د نړۍ د مسلمانانو په نظر جمهور ریْس اوباما د تیرکال د قاهرې د مشهورې وینا وروسته شهرت پیدا کړ".

جمهور رئیس اوباما په قاهره کې د خپلې وینا پرمهال داسي ویلي و،،زه په دې ډیره ویاړم چې تاسو ته د آمریکا د خلګو په استاځیتوب د خپل ملک د خلګو ښه نیت او حسن نظر وړاندي کوم. زه د خپل ملک د مسلمانانو له خوا ستاسو دپاره د سولې غوښتونکیْ یم. اسلام علیکم،،.

خو د جمهور ریْس اوباما نه د تیرکال په پرتله په مسلمان نړۍ کې ښه راغلاست کم شوی دی.

مسایل په ناڅاپي ډول بدل شول. په مصر کې هغه خلګ چې پر جمهور ریْس اوباما اطمینان درلود، ۴۱ په سلو کې وو اوس دغه فیصدي ۳۱ فیصدو ته رالویدلې ده. په پاکستان کې پر جمهور ریْس اوباما باندې د اطمینان فیصدي ۱۳ فیصده وه اوس ۸ فیصده شوې ده. په نایجریا کې اوس هم پر جمهور ریْس اوباما باندې د اطمینان کچه ۷۷ فیصده ده چې تر ټولو لوړه فیصدي ده خو اوس هم د تیرکال په پرتله راکمه شوې ده، ځکه پروسږکال دغه فیصدي ۸۱ فیصده وه.

په حقیقت کې پر جممهور رئیس اوباما باندې د اعتیماد او اطمینان کچه په مسلمانانو کې رالویدلې ده خو په اندونیزیا کې چیري چې جمهور ریْس اوباما خپل د ماشوم توب یوه برخه تیره کړې ده، د ښاغلي اوباما په شهرت کې دومره بدلون نه دی راغلی.

د زیات شمیر مسلمانانو نه چې سروې شوې ده، ښيي چې آمریکا ته د یوه نظامي ګواښ په سترګه کتل کېږي. آمریکا ته په داسي سترګه کتل کېږي چې په یو اړخیزه ډول عمل کوي.

د ایران، عراق او افغانستان پوري مربوطو مسایلو د ادارې په باب هم د جمهور ریْس اوبما د شهرت کچه رالویدلې ده.

خو کوهاټ وايي چې یوه بله اساسه موضوع هم شته هغه داسي وايي ،،د یادولو وړ ده چې د اسرایل او فلسطین د شخرې په باب د جمهور ریْس اوباما دریځ د هغه شهرت ته تر ټولو بده ضربه رسولې ده،،.

د اسلامي نړۍ دباندي په تیره بیا په لودیځ ملکونو کې د جمهور ریْس اوباما پالیسو ته په ښه نظر کتل کېږي.

کوهات داسي وویل،،په غیر اسلامي ملکونو کې د جمهور ریْس اوباما په هکله نظر په پراخه اندازه مثبت دی. په غیر اسلامي ملکونو کې پر جمهور ریْس اوباما باندې اطمینان چې ښه اقدامات کوي ۷۱ فیصده و او د هغه د پالیسو نه طرفداري ۶۴ فیصده وه،،.

د آمریکا د باندي خلک د نړیوال اقتصادي بحران د کنټرول په اړوند د جمهور ریْس اوباما د اقدام ستاینه کوي که څه هم په نړیواله کچه د اقتصاد په برخه کې پراخ نارضایتي موجوده ده.

خو پوښتنه دا مطرح کېږي چې د یوه محبوب جمهور ریْس د شتون تاثیر څه دی. د آمریکا پخوانۍ د باندنیو چارو وزیره مدلین البرایت چې اوس د پیو ګلوبل تحقیقاتي مرکز مرستیاله ده په دې باب داسي نظر څرګندوي: په واضيح ډول د جمهور ریْس اوباما شهرت او د خلګو ترمنیځ محبوبیت یو لوی بدلون رامنیځ کوي. نه یواځي چې د یوه جمهور ریْس په توګه مونږ دې ته خوشاله کېږو چې د خلګو په مینځ کې محبوبیت ولرو بلکې کله چې د آمریکا جمهور ریْس د آمریکا د خلګو په مینځ کې محبوبیت ولري نو په ښه ډول کولای شي چې هغه پالیسۍ پر مخ یوسي چې د آمریکا د خلګو په ګټه وي.

ماهرین یوه ډیره په زړه پوړي ټکي ته اشاره کوي، هغه دا چې سره له دې چې د آمریکا پالیسۍ او دریځونه په نړۍ کې د اعتراز او نیوکې سره مخامخ دي خو د آمریکا جمهور ریْس اوس هم په نړۍ کې مثبت شهرت لري. هغه وايي چې کله چې د جمهور ریْس بوش د حکومت په وخت کې دغه راز سروې ګانې وشوې نو نتایج یې یو شان ته نه وو.

XS
SM
MD
LG