د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما په نیویارک کې د ۱۱ سپتمبر د قربانیانو څلی ګوري


اوباما په نیویارک کې د ۱۱ سپتمبر د قربانیانو څلی ګوري

اوباما په نیویارک کې د ۱۱ سپتمبر د قربانیانو څلی ګوري

د امریکا جمهور ریْس بارک اوباما نن پنجشنبې نیویارک ته ولاړ هلته یې د سپتمبر د یوولسمې نېټې د تروریستي پښې قربانیانو ته د یادونې په دایریدونکو مراسمو کې برخه واخیستله.

دغې سیمې ته د جمهور ریس اوباما سفر په داسي حال کې کیږي چې څو ورځې مخکي امریکايي قواوو د القاعدې د سازمان مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې د خاصو عملیاتو په ترڅ کې وواژه.

جمهور ریس اوباما د نیویارک ته د خپل سفر په ترڅ کې د سپتمبر د یوولسمې نېټې د تروریستي پېښو د قربانیانو د کورنیو سره وکتل.

سیمې ته د هغه سفر په داسي حال کې کېږي چې یوه ورځ مخکي جمهور ریس پریکړه وکړه چې د اسامه بن لادن د وژلو عکسونه به خپاره نکړي. د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني د چارشنبې په ورځ خبریالانو ته د جمهور ریْس له خوا لیکل شوی پیغام ولوست او داسي یې وویل:

((دا ډیره مهمه خبره ده چې مونږ د یوه داسي کس عکسونه چې پر سر په مرمۍ ویشتل شویْ دیْ، پرې نږدو چې خپاره شي او په ترڅ کې یې تاوتریخوالي لاپسي زیات شي او مخالفین ترینه د پروپاګند د یوې وسیلې په توګه کار واخلي. دا کار زمونږ سره نه ښايي. مونږ دغه عکسونه د تحفو په توګه نشو ویشلای. حقیقت دا دی چې دا کس چې ووژل شو هغه کس و چې باید عدالت پرې پلي شوی وای او عدالت پر تطبیق هم شو او زه فکر کوم چې امریکایان او د نړۍ نور خلګ خوشاله دي چې هغه ووژل شو))

د سپینې ماڼۍ ویاند کارني زیاته کړه چې جمهور ریْس اوباما ویلي دي چې په دې کې هیڅ شک نلري چې د امریکايي قواوو له خوا وژل شویْ کس اسامه بن لادن و. هغه کس چې د سپتمبر د یوولسمې نېټې د ترورستي پېښو تر شا یې لاس درلود او په وژلو سره یې عدالت تامین او پلي شو.

په عین حال کې د امریکا د باندنیو چارو وزیرې هیلیري کلینټن د پنجشنبې په ورځ په ایټالیا کې وویل چې د هغې لارې نه چې اوساما بن لادن غوره کړې وه او غوښتل یې چې د ترهګرۍ او تروریزم له لارې بدلون راولي اوس ډیرې نورې ښې لارې دي چې خلګ یې په ترڅ کې ټولنیز بدلون روالي.

هغې داسي وویل: ((د هغه آیډیالوژي او طرز تفکر چې کرکې او تاوتریخوالي ته یې لمن وهله، د نیکه مرغه اوس په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د خلګو له خوا نه تعقبیږي بلکې خلګو د ځان او خپلو ماشومانو د ښې راتلونکې دپاره تر زیاته بریده سوله ایزو مظاهرو ته مخه کړې ده.))

میرمن کلینټن وویل چې بن لادن د امریکا او متحدین دپاره یې په تیرو ۱۰ کلونو کې یو ښکاره او واضیح هدف و. د هغه مرګ به نړۍ لا خوندي کړي او هغه خلګ به زیات قدرتمند کړي چې غواړي نړۍ ودانه کړي نه هغه کسان چې غواړي نړۍ ویجاړه کړي.

XS
SM
MD
LG