د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د خلیج هیوادونو له ځینو سني مشرانو سره ګوري


ولسمشر اوباما به د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د شپږو سني هیوادونو په مشرۍ، د خلیج د همکارۍ د شورا کوربه وي.
ولسمشر اوباما به د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د شپږو سني هیوادونو په مشرۍ، د خلیج د همکارۍ د شورا کوربه وي.

د امریکا جمهور رئیس اوباما هڅه کوي چې د ایران سره د اتومي مسلې په سر یو جوړ جاړي ته ورسیږي.

په همدې حال کې د یمن او سوریي په جګړو کې د تهران مداخلې، د فارس په خلیج کې د واشنګټن د متحدینو ترمنځ اندیښنې پیدا کړې دي.

ولسمشر اوباما به د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د شپږو سني هیوادونو په مشرۍ، د خلیج د همکارۍ د شورا کوربه وي او هڅه به وکړي چې په دغې غونډې کې شته اندېښنې حل کړي.

د حوثي جنګیالیو سره د ایران ملاتړ، چې د یمن پایتخت یی ونیو او د امریکا له ملاتړه برخمن حکومت یي د قدرت پرېښودلو ته اړکړ، د ایران له لوري د ورپېښ خطر زیاتیدونکې نښې وې.

دغه مشران ځکه واشنګټن ته راځي چې بیا دا ډاډ او اطمینان ترلاسه کړي چې د امریکا مرسته او ملاتړ ورسره دي.

جمهور رېیس اوباما وايي له تهران سره د اتومي مسلې په اړه جوړ جاړی، د خلیج د دغو هیوادونو د امنیت په معنی دی.

ښاغلی اوباما وایي "زه پدې باور یم که همدا کاري چوکاټ د یو وروستي او پراخ جوړ جاړي سبب شي، دا کار به زموږ هیواد، متحدین او نړۍ امن کړي."

خو د فارس د خلیج سیمه کې د متحده ایالاتو همکاران پدې خبرې ډاډه ندي.

امریکا ته د متحده عربو اماراتو سفیر یوسف العتیبه وایي د خلیج مشران غواړي د واشنګټن سره خپلې امنیتي اړیکې لا ښې کړي. هغه د اتلانتیک شورا په یوه بحث کې وویل" موږ د یو ډول امنیتي ضمانت په تمه یو، چې په سیمه کې د ایران د چلند په نظر کې نیولو سره، د سخت دریځۍ زیاتیدل هم په نظر کې ونیول شي. زه فکر کوم نن موږ په لیکلې بڼه یو څه ته اړتیا لرو، داسی ېو څه چې قانوني بڼه ولري."

سره لدې چې کومه معاهده به لاسلیک نشي، خو جمهور رېیس اوباما په پام کې لري چې د خلیج له مشرانو سره د هغوﺉ د دفاعي قابلیت جوړولو په اړه هم خبرې وکړي.

داسی توقع هم شوې چې کیدې شي د وسلو بهیر تیز شي، په سیمه کې د ایران د توغندیو د ضد دفاعي سیستم ترتیب او ګډ پوځي تمرینونه پیل شي.

جمهور رېیس اوباما وایي هغه لوی تهدید چې د خلیج دهمکارۍ شورا غړو هیوادونو ته به متوجه وي، هغه د ایران نه بلکې، کورني نارضایتونه به وي.

د خلیج د مشرانو د کورنیو پالیسو په اړه د جمهور رېیس اوباما نیوکې او د ایران سره د هغه مذاکرات ددې سبب شوېدي چې د هغوﺉ بی باورﺉ زیاته شي .

نو له دې امله د جمهور رېیس لپاره دا مهمه ده چې څرګند ملاتړ وښیي.

ډیریک شالیټ د امریکا د دفاع وزارت پخوانی معاون وایي دا به د سیمې دپاره د امریکا یوه سمبولیکه ژمنه وي.

ښاغلی شالیت وایي"د جمهور رېیس اوباما دپاره چې د خلیج د شریکانو، او د خلیج له مشرانو، سره په کمپ ډیویډ کې وگوري، دا لیدنه به د متحده ایالاتو او ټولې نړۍ دپاره یو خاص سمبولیک مفهوم ولري. نو په دې توگه دا د سیمې دپاره زموږ یو ډیر مهم سمبولیک تعهد دی."

د امریکا متحده ایالات په خلیج سیمه کې ۳۵ زره عسکر لري، او لکه د خلیج هیوادونه، غواړي چې په سیمه کې د ایران د بی ثباته کوونکو اعمالو مخه ونیسي.

سره لدې چې هیڅوک نشي ویلی چې د دی اونۍ لیدنې به ټولې بی باورۍ او مخالفتونه ختم کړي، ترڅنګ یې داسې هیله څرګنده شوې چې په همکاریو کې به د باور رامنځ ته کېدو لومړنی ګام واخیستل شي.

XS
SM
MD
LG