د لاس رسي وړ اتصالات

د اوریګن پېښه او د وسلو په هکله د اوباما دریځ


ولسمشر اوباما د اکټوبر په دویمه نېټه په سپینه ماڼۍ کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د خبریالانو پوښتونو ته ځوابونو وړاندې کوي.
ولسمشر اوباما د اکټوبر په دویمه نېټه په سپینه ماڼۍ کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د خبریالانو پوښتونو ته ځوابونو وړاندې کوي.

تیره اونۍ د امریکا د اوریګن ښار په یوه پوهنتون کې پر محصلینو باندې د صنفو دننه برید وشو او یو ځل بیا یې د وسلو د تشدد مسله چې په سیاسي لحاظ یوه داسې موضوع ده چې امریکايي سیاسیون یې په هکله بیلابیل نظریات لري، راپورته کړه او بحثونه پرې پیل شول. ددې پېښې وروسته به د امریکا په کانګرس کې د وسلو د کنټرول په هکله بیا جدي بحثونه پيل شي چې څنګه د وسلو له امله د دوامدارو تلفاتو مخنیوی وشي. په امریکا کې د وسلو له کبله د تشدد کچه د پرمختللوو هېوادونو په مقایسه تر ټولو لوړه ده.

په اوریګن ښار کې د پنجشنبې د ورځې د پېښې وروسته یو ډول حیرانتیا رامنځ ته شوه. او خلګ هک پک شول.

د امپکوا د پوهنتون یوه محصله چې سارا نومېږي داسې وايي "زه نه پوهېږم چې اوس څه ډول احساس لرم. زه ویریدلې یم. زه نه غواړم چې بیا تر ډیرې مودې پوري هغه پوهنتون ته ولاړه سم. "

د اوریګن پېښه د جنوبي کرولینا د کلیسا د پېښې څو میاشتې وروسته رامنځ ته شوه. د جنوبي کرولینا په پېښه کې یوه سپین پوستي د تور پوستو امریکایانو پر کلیسا باندې برید وکړ او څو کسه یې مړه او ټپیان کړل.

ولسمشر اوباما د اوریګن د پېښې په هکله داسې وویل چې "مونږ اوس ددې مسلې په مقابل کې بې حسه شوي یوو. "

په غوصه شوي ولسمشر د اقدام غوښتنه وکړه او داسې یې وویل "دا یو سیاسي انتخاب دی چې مونږ یې لرو او په لړ کې یې هر څو میاشتې بعد په امریکا کې دغه راز پېښې کېږي. مونږ په مجموع کې د هغو کورنیوو د ځواب ویلو مسولیت لرو چې زمونږ د بې باکۍ او عدم اقدام له امله یې خپل د کورنۍ غړي د لاسه ورکړي دي."

د جمهوري ریاست کاندیدان څه وايي

هغه کسان چې د جمهوري ریاست دپاره یې ځانونه کاندید کړي دي او غواړي د ولسمشر اوباما ځای ونیسي هم یې د اوریګن د پېښې په هکله خپل افکار بیان کړل.

ډیموکراتې کاندیدې هیلري کلینټن داسې وویل "زه پوهېږم چې د تشدد د مخنیوي دپاره منطقي لارې چارې سته چې وسلې کنټرول کېدای شي. هدف دا دی چې وسلې غلطو لاسونو ته ونه لوېږي او د خلګو ژوند وژغورل شي."

په عین حال کې جمهوري غوښتونکي کاندید ټیډ کروز بیا داسې وویل "هغه [ولسمشر] ددې پرځای چې خراب خلګ په نښه کړي، مجرمین په نښه کړي، سمدستي یې د دې فرصت څخه ګټه پورته کړه چې ددې غیمزې نه یوه سیاسي موضوع جوړه کړي او پرځای یې هڅه وکړه چې د امریکا د قانونمندو اتباعو څخه د هغوي هغه حقوق واخلي چې اساسي قانون ورکړي دي. "

بل جمهوري غوښتونکي کاندید جب بوش بیا د اقدام کولو ضرورت تر پوښتنې لاندې راوستی او داسې یې وویل"ګوریْ داسې پېښې کېږي. تل به یو بحران وي او تل داسې وسوسې پیدا کېږي چې باید یو څه وکړل شي او معمولا هر اقدام چې کېږي هغه غلط ثابت شي. "

د ولسمشر اوباما هوډ

په ۲۰۱۳ کال کې د امریکا د سنا هغو غړو چې د وسلو د ګرځولو طرفداره دي، د هغې لایحې د تصویب مخه ونیوله چې په لړ کې به یې د وسلو رانیونکي ښه څیړل کیدای. اوسنی ګانګرس چې اکثریت یې جمهوري غوښتونکي دي، د ۲۰۱۳ کال په مقایسه لږ داسې غړي لري چې د وسلو د کنټرول پر لایحې باندې غور کولو ته زړه ښه کړي.

خو ولسمشر اوباما بیا هم با عزمه معلومېږي او داسې وايي "دا به تر هغه وخت تغییر ونکړي چې سیاست تغییر نه وي کړی او د ټاکل شویو چارواکو سلوک تغییر کړی نه وي. بناْ ددې نه وروسته به زه په دوامداره توګه ددې موضوع په هکله خبرې کوم. "

د امریکا د کانګرس د استاځو په مجلس کې د ډیموکراتانو مشر د یوه ځانګړي کمیسون د رامنځ ته کېدو غوښتنه کړې چې د وسلو په تړاو تشدد ارزیابي کړي او تقنیني حل لارې پیشنهاد کړي. په عین حال کې د امریکا د وسلو د ساتلو مدافع سازمان یا ان آر اې لا د اوریګن د غمیزې او د راپورته شوي سیاسي توپان په هکله رسمي تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG